معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چارواکي: ایران ته په افغان صادارتو کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی

چارواکي: ایران ته په افغان صادارتو کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی

افغان چارواکو ویلي، چې ایران ته له افغانستان څخه صادرات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوي دي.

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د سوداګرۍ او پانګوونې خونه وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته د افغان توکو د صادراتو کچه ۱۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښیي.

د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند ویلي چې له تېرو درې لسیزو ډېر وخت کېږي چې ایران ته د افغانستان صادارت کېږي خو بیا هم ایران د افغان توکو لپاره ښه بازار نه لري.

د نوموړي په خبره هلته پرې لوړې تعرفې لګول کېږي او دوی غواړي چې ایران هم د نورو هېوادونو په څېر پر افغان توکو خپلې تعرفې کمې کړي څو په یاد هېواد کې د افغان توکو بازار ګرم شي.

ورته مهال د هرات سوداګرۍ او پانګوونې خونې چارواکي وایي چې ایران ته د وچې مېوې، کرنیزو توکو او د ډبرو سکرو صادرات د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېر شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس