معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په کابل کې د لنډې مودې لپاره د پاسپورټونو وېش بند شو

په کابل کې د لنډې مودې لپاره د پاسپورټونو وېش بند شو

د اسلامي امارت حکومت د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه (لړم۲۴) خبر ورکړ چې سر له سبا به تر نامعلومې نېټې پورې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وي.

د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقاني په یوه ویدويي پیغام کې چې د پاسپورت ریاست پر فیبسوک پاڼه خپور شوی،‌ وايي چې د پاسپورټ ریاست ځینې توکي له کاره لویدلي دي.

هغه وايي: «نن یوه بجه د بایو مېټریک ماشینونو کار پرېښود او هېڅ کار یې نه کاوه… چې دا ماشین کار پرېږدي، بیا هغه ټول اسناد چې په کې جمع شوي وي هغه هم ډیلیټ کیږي. نو د دې لپاره چې موږ خپل کارمندان هم زیات کړو او د بایو مېټریک او نور ماشین الات هم پوره کړو، تر هغه وخته پورې د پاسپورټ ریاست خپل کار ته توقف ورکوي».

نوموړي وویل، چې کاري وړتیا او پرسونل یې شاوخوا ۳۰۰۰ دی خو دوی ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زرو مراجعین ورځي.

حقاني وايي د پاسپورټ وېش یوازې د څو ورځو لپاره د کابل د پاسپورټ په ریاست کې ځنډول شوی دی او په نورو ولایتونو کې به د دې ریاست څانګې فعالې وي.

دا لا جوته نه ده چې د پاسپورټ ریاست چارواکي به ماشینونه، نور وسائيل او امکانات کله پوره کوي او د پاسپورټ د وېش لړۍ به بیا کله پیلوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس