معماری
خانه / ژورنالیزم / په ژورنالیزم کې د مسلکیتوب اړتیا

په ژورنالیزم کې د مسلکیتوب اړتیا

په ژورنالیزم کې د مسلکیتوب اړتیا

لیکوال: نویدالله الکوزی، په ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د ژورنالیزم د څانګې استاذ

د څېړنې اړتیا:
په ژورنالیزم کې د مسلکي اصولو د نه رعایت مسأله د دوه علتونو په اساس رامنځ ته کېږي لومړی دا چې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان په عمدي ډول د خپلو ځانګړو موخو د لاس ته راوړلو لپاره په پوهېدلي ډول د مسلکي اصولو څخه سرغړونه کوي، او په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي خپرونو کې داسې موضوعات تر مخاطبانو پورې ور رسوي چې د نورو ګټې پکې خوندي شوي وي.
دویم دا چې هر کله چې یو خبریال د کار پر مهال د مسلکي اصولو په اساس کارونه نشي تر سره کولای یو واضح علت يي دا وي چې دغه شخص په خپل مسلک کې مسلکي پوهه نلري او د کار پر مهال که څه هم دا غواړي چې په مسلکي ډول کارونه تر سره کړي او په ژورنالیزم کې کمه مطالعه او پر مسلکي اصولو کې کمه پوهه د دې باعث کېږي چې د کار پر مهال ترې زیاتې تېروتنې تر سره شي چې دا په خپله د خبریالانو غیر مسلکیتوب ښي نو اړتیا دا ده چې لومړی باید خبریالان په مسلکي اصولو پوهه تر لاسه او له هغې وروسته د کار او عمل میدان ته را ودانګي.

کلیدي کلیمې:
مسلکيتوب، ژورنالیزم، رسنۍ او اړتیا.
د څېړنې اهداف او اهمیت:
په هر مسلک کې مسلکیتوب یو له اساسي او مهمو اړتیاوو شمېرل کېږي، دا چې یو شخص په خپل اړوند مسلک کې ځانګړی تخصص ونلري د کار پر مهال نشي کولای خپلې چارې په سم او منظم ډول مخ ته یوسي، په ژورنالیزم کې د نورو مسلکونو په پرتله مسلکیتوب ته ډېره اړتیا ده که یو خبریال د خپل مسلک له مهمو او اساسي اصولو څخه خبر نه وي نشي کولای د دې سپېڅلي مسلک د اړتیاوو مطابق خپلې چارې په سمه بڼه مخ ته یوسي، اوس مهال چې زموږ په هېواد کې څومره رسنۍ فعالیت لري د دوی له منځه یې ډېرې اړتیا لري ترڅو خپلو خبریالانو ته په مسلکي برخورد پوهاوي لپاره بېلابېل روزنیزې برنامي وړاندې کړي تر څو دوی وشي کولای، د دې مسلک د غوښتنو پر اساس مخاطبانو ته د ارزښت وړ مسایل په مسلکي بڼه خپاره کړي، که چېرې د رسنیو ټولې چارې په غیر مسلکي ډول تنظیم شي نو اثر او زیانونه به يې نه دا چې اوس مهال ولس او دولت ته رسېږي، بلکې په راتلونکې کې به د نورو نسلونو په اذهانو هم بدې اغېزې ولري.
په ژورنالیزم کې د نورو ټولو مسلکونو په پرتله د مسلکي او اخلاقي اصولو د رعایت اړتیا زیاته ده، ځکه که چېرې یو ډاکټر غیر مسلکي کړنه تر سره کړي نو یو ناروغ ته به يې زیان ورسېږي، که یو انجینیر مسلکي تېروتنه وکړي نو څو تنو ته به يې زیان ورسېږي خو د یو ژورنالیست مسلکي تېروتنې زیان ټولې ټولنې ته رسېږي د زیان ساحه يې ځکه پراخه ده چې د ژورنالیستانو مخاطبان عام ولسي خلک، دولت او بېلابېل نهادونه دي که چېرې په یادو برخو کې موږ په مسلکي ډول چارې تر سره نه کړو نو دوی ټولو ته به مو ستر زیان اړولی وي
سریزه:
د ژورنالیزم موخې په ټولنه کې مخاطبانو ته د نویو او تازه اطلاعاتو رسول، تعلیم ورکول، تفریح برابرول او فکري رهبري ده د رسنیو مدیران پر دې مکلف دي چې د خپلې رسنۍ د خپرونو په مهالوېش کې یادو ټکو ته پاملرنه وکړي او په پوره مسلکي ډول د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره د بېلابېلو خپرونو په جوړولو سره د ملي ګټو په پامنیوي سره فعالیت وکړي.
دا چې اوس مهال زموږ رسنیو د پخوا په پرتله په کمي او کیفي لحاظ پرمختګ کړی او لا هم دا برخه د غوړیدو په حال کې ده د رسنیو کارکوونکو ته په کار دی چې هر هغه څه چې دوی يې د خپلي رسنۍ څخه خپروي کاملا مسلکي وي، دا چې لا هم زمونږ په رسنیو کې د مسلکي خبریالانو تر څنګ یو زیات شمېر اماتور خبریالان په دندو بوخت دي او له بېلابېلو رسنیو سره د خبریالانو او د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي خپرونو د چلوونکو په حیث دنده ترسره کوي، ځکه نو اړتیا دا ده چې یاد اشخاص د خپلو رسنیزو فعالیتونو پر مهال کاملاً مسلکي چلند وکړي، د پېښو د غبرګولو پر مهال د ژورنالیزم ټول ټاکل شوي اصول مراعات او عملي کړي خو له بده مرغه پر اماتورو خبریالانو سربیره ځینې مسلکی خبریالان هم د کار او عمل په ساحه کې نشي کولای مسلکي چلند وکړي او خپل ټول ژورنالیستیک فعالیتونه د دې مسلک د اصولو په اساس مخ ته یوسي د دې کار څو علتونه دي چې ولې خبریالان نشي کولای د کار پر مهال ټاکل شوي اصول مراعات کړي چې موږ دلته پرې بحث کوو.
ولی د رسنیو په بېلابېلو خپرونو کې مسلکي اصول نه مراعات کېږي.
۱٫ په افغانستان کې د نوې مؤقتې ادارې په منځ ته راتګ سره رسنۍ د کمیت په لحاظ زیاتې شوې، په هغه وخت کې په ټول هېواد کې د ګوتو په شمېر مسلکي ژورنالیستانو شتون درلود چې نه یې شوای کولای له ټولو رسنیو سره همهاله او په یو وخت کې کار وکړي، له همدې امله بېلابېلو غیر مسلکي اشخاصو چې ژورنالیزم يې په مسلکي بڼه نه و لوستی د بېلابېلو رسنیو سره په کار پیل وکړ. یادو کسانو چې د ژورنالیزم له تیوریکي اصولو نه خبر نه وو او په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، د خپل ذوق او خوښې په اساس يې چې څه غوښتل د چاپي او الکټرونیکي رسنیو له لارې تر مخاطبانو پورې رسول، دې چارې نه دا چې خپله شخص ته يې زیان ورسوه، بلکې په اوږده مهال کې يې هم د رسنیو باور زیانمن کړ او هم يې د خلکو عامه افکار په ناسم لورې رهبري کړل.
۲٫ د رسنیو کارکوونکي د ژورنالیزم د تیوریکي اصولو څخه خبر ندي او په اړه يې معلومات نلري، د ډېرو رسنیو خبریالان دې مسلک ته د خپلې علاقې او ذوق پر اساس راغلي مسلکي زده کړې يې ندي کړي دا چې یو شخص د یو مسلک د اصولو، مفاهیمو او اړتیاوو په اړه ونه پوهېږي نو څنګه به په دې وتوانیږي چې د کار پر مهال يي مراعات کړي.
۳٫ درېیمه ستونزه بیا دا ده چې خبریالان د زوراکو تر تأثیر لاندې راځي او په بشپړه شعوري بڼه د دې مسلک د غوښتنو پر اساس خپل رسنیز فعالیتونو ته ناسم لوری ورکوي، دوی د زورواکوو په خدمت کې وي، څه چې هغوی وايي دوی يې تر خلکو رسوي، په ژورنالیزم کې بیا دا چاره پر دې مسلک د خلکو باور کمزوری کوي، ملي ګټي پکې د فردي ګټو قرباني کېږي او رسنۍ پکې خپل شخصیت تر سوال لاندې راولي.
۴٫ د مسلکیتوب د نه مراعات بله ستونزه د رسنیو د خپلواکۍ نه درلودل دي، دا چې هره رسنۍ د خپلو لګښتونو زیاته برخه د همدې رسنۍ له لارې برابروي خو داسې رسنۍ هم شته چې په پټه يې لګښتونه د نورو هېوادونو، سیاسي ډلو او اشخاصو له لورې ورکول کېږي دا چاره د رسنیو آزادي تر سوال لاندې راولي، رسنۍ د یوې ډلي د پالیسي د خپرولو او د هغوی په ګټه تبلیغ ته مجبوروي، خبریالان يې سانسور کېږي او نشي کولای ټول مطالب؛ لکه څنګه چې د ژورنالیزم د مسلک غوښتنه ده خپاره کړي.
د بیلګې په توګه د ژورنالیزم د څلورګونو موخو څخه یوه موخه مخاطبانو ته د تفریح برابرول دي، دا چې دا تفریح د رسنیو لخوا باید د کومو مسلکي خپرونو په جوړلو او خپرولو تر لاسه شي هغه څه دي چې خبریالان يې په اړه باید مسلکي پوهه ولري او د کار پر مهال يې باید رعایت کړي.
که موږ په کار پوره او مسلکي خبریالان ولرو نو مخاطبانو ته به د لحظې، اوچرک او طنزونو په چوکاټ کې داسې خپرونې برابرې کړي چې هم ورسره ټولنه اصلاح شي او هم د مخاطبانو لپاره د سرګرمۍ باعث وګرځي خو که چېرې په رسنیو کې د دې برخې مسؤول اشخاص طنز او اوچرک ونه پېژني نو څنګه به وشي کولای په دې ژانرونو کې خپرونې برابرې کړي.
اوس مهال ډېرې رسنۍ مخاطبانو د تفریح برخه کې د بې محتوا او بې خونده مبتذلو سندرو په خپرولو او د هغو مبتذلو سریالونو په خپرولو پوره کوي چې اکثرا د یوې کورنۍ ټول غړي(ښځې او نر) په یوه ځای هغه نشي کتلای، چې دا بیا په اوږده مهال کې زموږ کلتور او فرهنګ باندې هم سیوری غوړوي.
د ژورنالیزم د مسلکي اصولو د نه مراعاتولو یوه بله ستونزه د کار پر مهال د خبریالانو او ژورنالیستانو خپلو کارونو ته نه پامنیوی دی، داسې ډېر خبریالان شته چې په ژورنالیزم کې يې مسلکي زده کړې کړې، ولې د کار پر مهال هماغه لارښوونې د نه پامنیوي له امله نشي مراعاتولی. دغه ډله کسان پر خپلو کارونو تمرکز نلري که چېرې دوی د رسنیزو فعالیتونو پر مهال خپل ذهني تمرکز ته پام وکړي او هر عمل د ژورنالیزم د تیوریکي اصولو پر اساس وتلي او بیا یې تر سره کړي د وخت په تېرېدو به یو ښه ژورنالیست شي، خو که چېرې دا ستونزه حل نکړي نو هېڅکله به هم د ژورنالیزم د اصولو او د مسلکي غوښتنو پر اساس کار ونشي کړای، په تېره تازه کارو خبریالانو ته دا توصیه کېږي چې دا لارښووني عملي کړي.
پایله:
رسنۍ په ډېموکراتیکو هېوادونو کې څلورمه قوه بلل کېږي، خو دا قوه هغه مهال مؤثره تمامیږي چې په بشپړه توګه د هغه هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې مسلکي آزادي ولري، د افغانستان د اساسي قانون په ۳۴ ماده کې راځي: “د بیان آزادي د تېري څخه خوندي ده، هر افغان حق لري چې خپل فکر د وینا لیکنې انځور او یا نورو وسیلو له لارې په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت څرګند کړي، هر افغان حق لري د قانون له حکمونو سره سم، مطالب بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتي مقاماتو ته وښيي خپاره او نشر کړي.”
دا چې د هېواد اساسي قانون د رسنیو او بیان له آزادي څخه پوره ملاتړ کوي خو د رسنیو خود سانسوري، په رسنیو کې د غیر مسلکي اشخاصو ګمارل، په خپل مسلک کې کمه پوهه، د مطالبو په خپرولو کې د ځانګړو ډلو او نورو هېوادونو پالیسي او ګټې رعایت کول، د مسلکي پروګروامونو کمښت، د خبریالانو غیر مسلکي چلند، د ژورنالیزم د نړیوالو او اساسي اصولو څخه ناخبري، په شعوري ډول د بې طرفۍ او مسلکي اصولو نه رعایت هغه څه دي چې د ډېری رسنیو محتوا يې خرابه کړې، د نوښتونو مخه يې ډپ کړې او ورځ تر بلې د رسنیو د خپرونو کیفیت مخ په خرابیدو دی.
وړاندیزونه:
• په افغانستان کې د رسنیو مدیرانو ته سپارښتنه کېږي چې د خبریالانو په ګمارنه کې د هغوی مسلکي اړخ ته ډېر زیات پام وکړي، هر وخت چې زموږ ټیم مسلکي وي زموږ ټولې خپرونې او چارې به په مسلکي ډول مخ ته ولاړې شي.
• ډېر کله د کار پر مهال خبریالان له دې سره سره چې ژورنالیزم يې په مسلکي ډول لوستی وي، بیا هم د کار پر مهال مسلکي اصول نشي مراعاتولی د دوی لپاره باید په بېلابېلو موضوعاتو روزنیز ورکشاپونه او ټریننګونه دایر شي تر څو خپلو تېروتنو ته متوجه او په راتلونکې کې يې تکرار نکړي.
• په افغانستان کې د مسلکي ژورنالیستانو د روزنې اصلي ادرس پوهنتونونه دي چې په مسلکي ډول د څلورو کلونو په جریان کې ژورنالیستان روزي، دا چې اوس مهال بېلابېلې ادارې د شپږ میاشتنیو پروګرامونو په چوکاټ کې یوازې د ژورنالیستانو په نوم اشخاص فارغوي که چېرې مخه یې ونه نیول شي نو هر کال به په سلګونه غیر مسلکي کسان د ژورنالیست په نوم ټولنې ته وړاندې کېږي او په دې برخه کې به شته ستونزې لا زیاتې شي.
• ژورنالیستان باید د خپلو مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره تل هڅه وکړي، یو خبریال باید تل هڅه وکړي په یوه ځانګړې برخه کې خپله مسلکي وړتیا وروزي او کار پکې وکړي که په یو وخت کې هم د سیاسي خپرونو چلوونکی وي، هم ټولنیزې، او کله کله ورزشي خپرونې هم ترسره کوي نو ښايي ټولې برخې ترې خرابي شي او هېڅ یوه هم په سمه توګه مخ ته یو نوړای شي.
مأخذونه:
۱- د افغانستان اساسي قانون، رسمي جریده،ګڼه ۸۱۸، ۱۳۸۲ل ل. لومړی چاپ، د عدلیې وزارت.
۲ – اهنګ، محمد کاظم، حبیب الله رفیع، په افغانستان کې د ژورنالیزم بهیر،۱۳۹۴ ل ل، دوهم چاپ، مومند خپرندویه ټولنه، جلال آباد.
۳- الکوزی، نویدالله، د ژورنالیزم اخلاق(تدریسي چپټرنوټ)، ۱۳۹۹ ل ل، ژورنالیزم، پوهنتون خراسان، ننګرهار.
۴ – ذهین محمد خان، پر رسنیو د نا مسلکیتوب اغېز، ۱۳۹۸ل ل، لومړی چاپ، د افغاننستان ملي تحریک،کابل.
۵- سایل، عبدالرقیب، ژورنالیستي بحثونه، ۱۳۹۸ل ل، لومړی چاپ، سروش کتاب پلورنځی،کابل.
۶- وفا، هدایت الله،ګونه های تحلیلی مطبوعات، ۱۳۸۷ ل ل، لومړی چاپ، انتشارات سیرت،کابل.
۷- یعقوبي، یحیی، ژورنالیزم یا خبریالي، ۱۳۸۹، لومړی چاپ، دانش خپرندویه ټولنه،کابل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس