معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په چین کې د افغانستان په اړه غونډه؛ د دغه هېواد ولسمشر وايي باثباته افغانستان د سیمې هېوادونو په ګټه دی

په چین کې د افغانستان په اړه غونډه؛ د دغه هېواد ولسمشر وايي باثباته افغانستان د سیمې هېوادونو په ګټه دی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) د چين ولسمشر شي جين پينګ د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو غږ کړی چې د دغه هيواد د ښې راتلونکې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
پينګ دا خبرې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په استولي پيغام کې کړې دي.
هغه ويلي چې افغانستان دمګړۍ له سخت وضعيت څخه د شرایطو د عادي کيدو پر لور ګامونه اخلي نو پکار ده، چې ګاونډي هيوادونه په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
هغه دغه راز ويلي چې سوله ييز، باثباته او پرمختللی افغانستان د ټولو افغانانو ګډه هيله او د سيمې د ټولو هيوادونو د ګټې خبره ده.
د چين ولسمشر وايي، هيواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او د ثبات او پرمختګ په لاره کې يې مرستو ته ژمن دی.
د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه پرون په چين کې پيل شوې او په پام کې ده چې نن هم دوام وکړي.
دا د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډو د هغې لړۍ درېيمه کړۍ ده چې د تير کال په سپټمبر مياشت کې يې نوښت وشو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس