معماری
خانه / ادب و هنر / په پښتو ژبه کې د پردیو لغاتو شتون آیا ژبه سوچه کېدای شي؟

په پښتو ژبه کې د پردیو لغاتو شتون آیا ژبه سوچه کېدای شي؟

په پښتو ژبه کې د پردیو لغاتو شتون

آیا ژبه سوچه کېدای شي؟

د ګهیځ ټولنې غړی محمد شعیب قریشي

پیلیزه

په دې کې شک نه شته چې هره ژبه چې څومره د پردیو ژبو له اثر څخه پاکه او سوچه وي، په همغه اندازه خوندوره او زړه راښکونکې وي، چې دا خبره د نړۍ ټولو لهجو او ژبو کې یو شان ده. خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې د نړۍ هېڅ ژبه به هم داسې پیدا نه شي، چې هغه دې د نورو ژبو له اثر څخه پاکه وي، تر دې چې عربي –چې د قرآن ژبه ده- هم له ځانه سره د نورو ژبو کلمې لري.

هره ژبه د نورو ژبو  څخه د څه را اخیستلو ته اړه ده او بیا ځنې ژبې دا توان لري چې د پردیو ژبو کلمې داسې خپلې او په خپل وجود کې دننه او ښکلې کړي، چې وروسته ډېری ژبپوهان هم پر دې نه پوهېږی، چې دا لغات او کلمې ګواکې د بلې ژبې دي او یا یې هم اصل ورته معلوم شي.

نن سبا چې ځنې کسان په دې اند دي چې باید له پښتو ژبې څخه د نورو ژبو کلمې لرې کړي، دا یو خیال او ناشونی کار دی او په دې کار د نړۍ د غټو او نړۍوالو ژبو پوهان هم نه دي توانېدلي، چې خپلې ژبې په هراړخیزه توګه د نورو ژبو له اثر څخه پاکې کړي، بلکې ځنې د نورو ژبو کلمات په بله ژبه کې داسې ګډ شوی وي، چې رېښې یې پیدا کړي او ژبې ته یې یوه ځانګړې ښکلا وربښلې وي.

ولې د یوې ژبې نه بله ژبه؛ څه اخلي؟

که له تاریخي عواملو تېرشو، چې څنګه ژبې منځ ته راغلي او یوه ژبه او بله ژبه څنګه منځ ته راغلې ده، داسې ډېر نور عوامل شتون لري چې کېدای شي یوه ژبه له بلې نه متأثره شي او لغات او تردې چې جملې یې خپلې کړي، چې له دې ډلې لاندې عوامل په ګوته کولای شو:

  • علمي قوت: کله چې یوه ژبه په علمي اړخ کې تر نورو ډېره قوي وي، پوهان په کې ډېر وي او یا هم په تاریخي لحاظ ډېر لیکوالان لري، کتابونه پکې ښکل شوي وي، څېړنې پکې شوې وي او په میراث کې هراړخیز او قوي کتابتون ولري، نو هرومرو به د نورو ژبو خاوندان ترېنه ګټه پورته کوي او څه به ترېنه اخلي، چې په دې کار سره اړېنه ده چې ځنې د همدې قوي ژبې کلمات او نومونه خپل کړي او په خپله ژبه کې ځای ورکړي.
  • اقتصادي قوت: دا ښکاره خبره ده چې د کومې ژبې د ویونکو اقتصادي حالت تر نورو قوي وي او په تجارت او صنعت کې وړاندې وي، نو ژبه به یې هم پر نورو اثر کوي، څه چې بازار ته وړاندې کوي او کوم نوم ورکوي، نو هغه نوم به نورې ژبې هم خپلوي او هر نوی شی چې نړۍ ته وړاندې کوي، نو نوم به هم د همدې قوي ژبې خاوندان ورته ټاکي، چې بېلګې یې، راډیو، ټلویزیون، مبایل، انټرنټ او داسې نور دي، که څه هم ډېره هڅه وشي چې دې نومونو ته دې بدیل پیدا کړای شي، خو هغه به په هېڅ توګه ولسي نه شي، ځکه چې همدا نومونه د کلي او ولس تر پرګنو رسېدلي او د هغوی د ژبې برخه ګرځېدلې وي.
  • دیني عوامل: په دې کې شک نه شته چې دیني عوامل هم پر ژبو ډېر او هراړخیز اثر لري -او په ځانګړې توګه اسلام چې عربي ژبه یې د قرآن او حدیث او علومو ژبه او تر نور هر دین څخه په علمي اړخ کې هم ډېر قوي او په نړۍواله کچه د یو ستر کتابتون لرونکی دین دی- د همدې لپاره د عربي ژبې اثر پر نورو هغو ژبو ډېر زیات دی چې د هغو ژبو خاوندان مسلمانان دي، تر دې چې د خپلو علمي او ادبي زېرمې په وجه یې په هندي، انګلیسي او نورو ژبو هم خپل اثر اچولی دی او تر ډېره عربي کلمات او نومونه د دې ژبو برخه ګرځېدلي دي.
  • په یوه سیمه کې د یو شي نه شتون: کله چې د یوې ژبې د ویونکو په سیمه کې یو شی شتون و نه لري او له بل ځایه ورته راشي، نو نوم به هم له همغه ځایه ورسره راځي او ډېر لږ داسې کېږي چې هغه نوم دې بدل شي، د بېلګې په توګه: ځنې مېوې او زراعتي توکي چې په افغانستان کې اصلا پخوا نه وو او له نورو هېوادونو ورته راتلل، لکه: کېله، مالټه، ام او داسې په لسګونه قسمه مېوې او دانې، نو نومونه یې هم د همغه کرونکي او پېداکوونکي هېواد نه راغلي دي او بدیل نوم یې هم ډېرو لږو ته پیدا شوی دی.

همدا راز هغه حیوانات چې زمونږ په هېواد کې په معاصر وخت کې نه روزل کېږي او نه هم وحشي شته دی، لکه: تمساح، ډلفین، زرافه، شارک (ماهی) او داسې نور… که څه ډېرو هڅه کړې چې نومونه یې بدل کړي، خو نه دي توانېدلي او نه هم هغو نومونو په ولس کې ځای نیولی دی.

  • استعمار او بلواکي: یو له هغو مهمو عواملو چې د یوې ژبې کلمات او نومونه بلې ژبې ته انتقالوي، استعمار او د پردیو او زورور ولکه ده، چې همېشه د استعمار شوي هېواد پر ژبو د استعمارګر هېواد د ژبې اثر له ورایه ښکاره وي، چې ښه بېلګه یې په تېره زېږدیزه پېړۍ کې د پرنګي استعمار نښې دي، چې د هند پر لویه وچه، عربي نړۍ او تردې چې ټولې نړۍ یې پرېښي دي او تر دې چې د هند، پاکستان، بنګله دیش او د پخواني هندوستان د ټولو هېوادونو د وګړو ژبې داسې په انګلیسي ژبه رنګ شوي دي، چې نیمه یې خپله او نیمه یې انګلیسي ژبه ده او په اوسني وخت کې زمونږ په هېواد کې هم د نړۍوالو قوتونو له راتګ سره د انګلیسي ژبې اثر پر پښتو او دري ژبو له ورایه څرګند شوی دی.

د دې تر څنګ نور عوامل هم شتون لري چې یوه ژبه د بلې ژبې کلمات او نومونه خپلوي چې په سر کې یې رسنۍ دي. همدا راز تجارت او مهاجرت هم د ژبو او کلماتو په انتقال کې خپل ځانګړی رول لري.

پښتو ژبه له پردیو کلماتو خالي کېدای شي؟:

لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه چې د نړۍ هېڅ داسې ژبه نه شته چې هغه دې –لږ یا ډېره- له نورو ژبو متأثره نه وي، نو په دې کې پښتو ژبه هم راځي او پښتو ژبه –سره له دې چې ډېره پخوانۍ ژبه ده- په علمي اړخ کې تر ډېره وروسته پاتې ژبه ده، که څه هم په وروستیو پنځه، شپږ لسیزو کې ورته ډېر کار شوی دی، خو په نړۍواله کچه څه، چې په سیمه ایزه کچه هم ډېر وړوکی کتابتون لري، چې هغه هم تر ډېره په دوو برخو کې دی: چې هغه ادب او دین دی، او په نورو علمي برخو کې له نه سره برابره ده او بل دا چې په اقتصادي، تعلیمي او سیاسي لحاظ هم پښتون قوم او پښتو ژبه د تاریخ په اوږدو کې خواره پاتې شوي ده او تر ډېره پښتنو زده کړې ته مخه نه ده کړې، تر دې چې زمونږ اکثره پخواني شاعران او ادیبان هم بې تعلیمه او یا هم د جوماتي زده کړو شاګردان پاتې شوي دي.

نو دا جوته خبره ده چې پښتو ژبه هم له نورو ژبو متأثره شوې ده، څه یې ترې اخیستي دي او کېدای شي نورو هم ترینه اخیستي وي (چې په دې کې د افغانستان ځنې ژبې په طبیعي توګه له پښتو متأثره دي) خو پښتو ژبې ځینې د نورو ژبو کلمات او نومونه داسې خپل کړي دي او په خپل رنګ کې یې داسې رنګ کړي دي او داسې ښکلا یې ورکړې ده، چې اوس ځینې دا ګومان هم نه شي کولای، چې ګواکې دا د پښتو خپل لغات نه دي، بلکې ځینې کسان یې د پښتو د اصلي کلماتو له ډلې شمېري.

پښتو ژبه له کومو ژبو ډېره متأثره ده:

پښتو ژبې په ټولیز ډول له عربي، هندي او فارسي څخه ځینې کلمات او نومونه اخیستي دي او علت یې دا دی چې لومړی خو پښتانه د لوی هندوستان او ایران ترمنځ میشت قوم دی او عربي ژبه یې د دین او عقیدې ژبه ده، که څه هم پښتو کې د ځینې نورو ژبو کلمات هم شتون لري، خو هغه ډېر لږ دي، بل خوا د یني علم هم تر ډېره په فارسي کتابونو کې راغلی او ډېری پښتنو علماوو په هند کې زده کړې کړي دي، تر دې چې په ځینې جوماتونو او دیني مدرسو کې تر اوسه هم فارسي کتابونه لوستل کېږي او ګلستان او بوستان ته ډېری خلک د ديني کتابونو په سترګه ګوري.

د نورو ژبو ځنې پښتو شوي کلمات:

که څه هم په پښتو ژبه کې د نورو ژبو کلمات او نومونه بې شمېره دي، خو دلته به د بېلګې په ډول ځینې هغه کلمات او توري را نقل کړو، چې په پښتو ژبه کې داسې ځای شوي دي، چې ډېر خلک ورته د سوچه پښتو کلماتو په سترګه ګوري، خو هغه په اصل کې پښتو نه دي:

  • ماشوم، ماشومان: چې ځینې ورته کوچنیان او ایوانان (حیوانان) هم وايي په اصل کې عربي ژبې نه راخیستل شوي لغات دي، چې اسم صفت دی او اصل یې معصوم (یعنې له ګناه او ښویدنې پاک) دی چې په پښتو کې مفرد ماشوم (معصوم) او جمع یې ماشومان (معصومان) ده.
  • خلک: چې اصل یې عربي (خلق) دی.
  • انجلۍ: تر ډېره زما په خیال چې دا به د انګلیسي ژبې انجل (Angel) ښاپیرۍ څخه متأثره نوم وي، لکه څنګه چې انجلۍ په ډېرو ځایونو او ادبیاتو کې له پري سره تشبیه شوې ده، نو دا زما په اند له انګلیسي څخه اخیستل شوی نوم دی. همدا راز جینۍ، چې له عربي جن او جني نه متأثره ښکاري.
  • واده: چې د نکاح په کولو سره تر سره کېږي، په اصل کې د عربي له وعد یا وعدې (ژمنه یا تړون) څخه اخیستل شوې کلمه ده او دا یو تړون دی چې د ښځې او مېړه تر منځ تړل کېږي.
  • لوز: لوز یې ورکړ) چې له کوژدې وړاندې د جینۍ د کورنۍ له لوري د هلک کورنۍ ته ورکول کېږي، چې اصلی یې د عربي (لفظ) کلمه او یا خبره ده، چې دلته په پښتو کې هم په همدې مفهوم را نقل شوې ده، چې د خولې لفظ یا خبره یې ورکړه، او پښتنانه د خولې له خبرې نه تېرېږي.
  • هوسا: چې په پښتو کې د آرام او سوکاله په مفهوم کې استعمالېږي، چې اصل یې د عربی هوس (نفساني غوښتنو او شهوت) نه اخیستل شوی دی، چې دلته هم دې ته ورته معنا ورکوي چې کله د انسان نفساني غوښتنې تر ډېره پوره شي، نو هوسا شي.
  • هلک: لکه څنګه چې ماشوم په پښتو کې د عربي له معصوم څخه اخیستل شوی دی، او معنا یې پاک او بې ګناه دی، نو هلک د عربي له (هلك, هلاك) نه اخیستل شوی دی, یعنې دا داسې دوره ده چې انسان که په دې دوره کې تر سمې او روغې تربیې لاندې ونه نیول شي، نو د هلاکت پر لوري ځي.
  • ټوټه: چې د برخې، مات او یا هم د رخت او یا تکې لپاره په پښتو کې استعمالېږي، د کالیو ټوټه، د شعر ټوټه، چې په اصل کې د هندي یا پنجابي ژبې نه راغلې کلمه ده، چې په پنجابي کې هم د برخې، مات او یا هم د شعر یوې برخې ته استعمالېږي.
  • ډګر: دا کلمه هم په هندي او اردو ژبو کې شتون لري، چې د لارې، نښې، طریقې او میدان په معناوو راغلې ده او په پښتو کې د میدان معنا ورکوي، لکه هوايي ډګر.
  • هکله: چې د [اړه] او [باره] پرځای په پښتو کې کارول کېږي او اصل یې له عربي حقل څخه اخیستل شوی دی، چې د پراخه زمکې، شنه فصل، چاپېریال او نورې معناوې ورکوي او په لره پښتنو کې اوس هم اکثره پښتانه د هکله پرځای حقله استعمالوي، لکه: په دې حقله خلک وايي.

پایله:

دلته یوازې ما هغه کلمات ذکر کړل چې تر ډېره ورته خلک د پښتو کلمو په سترګه ګورې، که نه نو په ورځنیو خبرو او لیکنو کې موږ په سلګونو داسې تورې او لغات استعمالوو، چې له ورایه راته ښکاري چې دا یا عربي، یا فارسي، یا انګلیسي او یا د کومې بلې ژبې لغات دي، خو په ډېره روانۍ سره یې استعمالوو او بدیله کلمې هم ورته نه لرو او پوهونه هم پرې کوو.

بل خوا له پورتنۍ لیکنې نه زما موخه داده چې په اوسنۍ نړۍ کې د هرې ژبې خاوندان غواړي چې ژبه یې په نړۍواله کچه خپره شي، نړۍ یې وپېژني، زده یې کړي او د نورو ژبو سیاله شي، چې د نړۍ غټې او خپرې ژبې تر ډېره هڅه کوي، چې ژبه یې آسانه او خلکو ته د منلو وړ شي او د نورو ژبو نه کلمات را اخلي او ورکوي یې، چې په نړۍواله کچه تر ټولو مشهوره او خوره ژبه انګلیسي هم له دې قاعدې مستثنی نه ده، له فارسي، هندي، عربي ژبو یې ډېر څه اخیستي دي، سره له دې چې له اروپايي ژبو هم ډېره متأثره ده، خو پر نړۍ داسې برلاسې ده چې د هېڅ هېواد وګړي -که هغه لوستي وي، که نالوستي- به داسې نه وي، چې له انګلیسي سره آشنا نه وي، او په اکسفورډ ډکشنري که وخت په وخت نوي کلمات زیاتېږي، تر دې چې د طالب او طالبان کلمه هم اوس د دې ډګشنرۍ برخه ګرځېدلې ده.

خو زمونږ ځینې پښتانه بیا هڅه کوي چې پښتو نوره هم ګرانه کړي، چې هسې هم په زده کولو کې ګرانه ژبه ده، تر دې چې اکثره پښتانه به هم په خپلې لیکلې پښتو و نه پوهېږي، او په دې اند چې ګواکې پښتو ژبه سوچه کول غواړي او له هغې څخه د نورو ژبو –په ځانګړې توګه د عربي ژبې- د کلمو او نومونو په ایستلو سره پښتو ژبه له استعمار څخه خلاصوي، چې لومړی خو دا کار ناشونی دی او د هېڅ ژبې خاوندان هم دا کار نه شي تر سره کولای، بل دا چې دا کار په خپله له پښتو ژبې او فرهنګ سره لویه جفا ده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس