معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په پوهنتونونو کې د انجونو او هلکانو لپاره د نوي سمستر په پیل سره جلا ورځې په پم کې نیول شوي

په پوهنتونونو کې د انجونو او هلکانو لپاره د نوي سمستر په پیل سره جلا ورځې په پم کې نیول شوي

ګهیځ نیوز: نن شبنه ( د غوايي یا ثور ۳مه او د اپرېل د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د غیر رسمي سرچینو له خوا داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د لوړو زده کړو وزارت پرېړکړه کړې چې له دې وروسته به د اونۍ په درې ورځو کې هلکان او پاتې درې ورځو کې به نجونې پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره راځي.
که څه هم دغه خبر په رسمي ډول د لوړو زده کړو وزارت له خوا نه دی تایید شوی او نه یې په اړه کومه تبصره شوې.
خو د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز که څه هم د اونۍ د درې درې ورځو ځانګړي کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د جلا ورځو خبره تاییدوي.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: رهبري شورا پرېکړه وکړه چې نوي سمستر کې د جلا وختونو پر ځای جلا ورځې په پام کې ونیول شي او هرې طبقې ته یوه بشپړه ورځ ځانګړې شي.
عزیز وايي د دې لپاره چې محصل د نظري درس تر څنګ په پوهنتون کې د عملي کار کافي فرصت ولري، پر ورسپال شوو پروژو کار وکړي، تحقیق او څېړنې ته وخت ولري او دا چې محصل د پوهنتون له پلان سره سم وروزل شي، دا ګام پورته شوی دی.
خو د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه وار له مخه د خواله رسنیو د کارکوونکو له غبرګون سره مخ شوې او نیوکه یې پرې کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس