معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په ټیټه بیه ګاز د ښاریانو تر کورنو رسوي

په ټیټه بیه ګاز د ښاریانو تر کورنو رسوي

ګهیخ: نن یکشنبه (د سلواغې ۱۷مه) د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت ویلي چې له دې وروسته به د کابل د اوسېدونکو تر کورونو اوبلن ګاز په ټیټه بیه ور رسوي.
د یاد شرکت د دغې پرېکړې خبر بېګاه ناوخته د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی.
کریمي ویلي، د کابل د ۲۲ ناحیو اوسېدونکي به د یوه ځانګړي مهال وېش له مخې له دولتي شرکت نه یوه کیلو ګاز په ۷۰ افغانیو تر لاسه کوي.
دوی وایي چې دغه ګام د سون توکو د لوړو بیو د راکمولو په موخه اخلي.
افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د یو کیلو اوبلن ګازو بیه شاوخوا ۱۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس