معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په هند کې د حاکم ګوند لخوا د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی؛ القاعده د مرګونو بریدونو خبر ورکوي

په هند کې د حاکم ګوند لخوا د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی؛ القاعده د مرګونو بریدونو خبر ورکوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) القاعده ویلي، چې د هند په بېلا بېلو ایالتونو کې به مرګوني بریدونه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، القاعده ډلې د اسلام د ستر پيغمبر په اړه د هند د حاکم ګوند د ویاندې نو پور شرما د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د مرګونو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
القاعده په یوه لیک کې ویلي، د یادو څرګندونو په غبرګون کې به په ممبيي، نوي ډیلي، اترا پردېش ایالتونو کې مرګوني بریدونه وکړي.
په هند کې د حاک بي جي پي ګوند ویاندېپه یوه ټلویزیوني بحث کې، د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې له سپکاوي ډکه وینا کړې وه.
دغه څرګندونې د عربي هېوادونو په ګډونه د نړۍ د مسلمانو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوې.
د ځینو لویو سوداګرو په ګډون عام ولس پر ټولنیزو رسنیو د اعتراضونو او د دغې ویاندې د محاکمې پر غوښتنې سربېره یې د هندي توکو په پېر او پلور هم بندیزونه اعلان کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس