معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په هلمند کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي

په هلمند کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي

ګهیځ: ‏نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۸مه) دد شاتو مچۍ چې زیات خواړه او شیره د ریحان له ګلونو او بېرې ونو څخه راټولوي او هلمند هم د ښې هوا په لرولو سره د شاتو مچیو د روزنې غوره ځای بلل کېږي.
خو د هلمند د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست کې د شاتو مچیو د روزنې مدیر نصرالله نادري ویلي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي.
د ده په وینا، تېر کال په هلمند کې د شاتو مچیو څه باندې ۱۵۰ فارمونه وو، چې سږکال له دې ډلې یوازې ۶۰ فارمونه فعال دي.
هغه وویل چې د تېر کال جګړې او بادونه د دې لامل شول چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شي.
ښاغلی نادري زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې یې د شاتو ۲۵۰مېټریک ټنه تولید لاره؛ خو سږ کال د مچیو د فارمونو د کمښت له وجې د شاتو تولید هم کم شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس