معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په نږدې راتلونکې کې د ا.ا لخوا د لویې غونډې رابلل؛ په هېواد کې شته اختلافات ختمولی شي؟

په نږدې راتلونکې کې د ا.ا لخوا د لویې غونډې رابلل؛ په هېواد کې شته اختلافات ختمولی شي؟

نذیر منیب: د ګهیځ خبریال
(نن دوشنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولي ۱۶مه او د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جون ۶مه نېټه ده)
ا.ا وايي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د هېواد په کچه “د سیاستوالو په ګډون د افغانانو د ملي‌ مجموعې غونډه” جوړه شي.
که څه هم تر اوسه د ا.ا.ا چارواکو په مشخص ډول نه دي ویلي چې دغه غونډه د کومې موخې لپاره رابلل کېږي خو وايي، چې د هېواد د سیاسي، امنیتي او ټولنيزو مسایلو په هکله به په کې خبرې وشي.
د ځینو غیر رسمي سرچینو په باور ښايي، یوازینۍ موخه یې د اسلامي امارت او په هېواد کې د هغوی د پخوانیو مخالفینو تر منځ یو پر بل د بې باورۍ له منځه وړل وي.
تر اوسه د دې غونډې د کره نېټې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
تېره شنبه (د غبرګولي په ۱۴مه) باختر دولتي خبري آژانس د ا.ا د مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني له قوله وویل، چې سیاسي کمیسیون یې د دې غونډې پر جوړیدو کار کوي او د غونډې د طرحې له نهایي کیدو وروسته، اجنډا او د غونډې د رابللو وخت جوتېږي.
ویل کېږي چې په دې غونډه کې به د قومونو ځينې استازي، دیني عالمان او سیاسي څېرې ګډون وکړي.
د روان کال د غوايي میاشتې پر ۱۸مه نېټه د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلي و چې په دې غونډه کې به د افغانستان د هرې طبقې استازي شتون ولري: “په دې هڅه کې یوو چې د افغانانو ترمنځ یوه غونډه جوړه شي، د قومونو مشران، سپین ږيري، علماء او ټول راغونډ شي”.
پر افغانستان د ا.ا د بیا واکمنېدو کم و زیات نهه میاشتې وشوې خو ځینې اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي. دا هېواد په معاصر تاریخ کې تل د عمده مسایلو د هواري په موخه د لویو جرګو او مشورتي غونډو شاهد پاتې شوی دی.
د غونډې اغېزمنتوب:
دې غونډې ته هم ځینې خوشباورۍ شته چې و به کولی شي په هېواد کې شته اختلافونه او ستونزې ختمې یا لږ تر لږه په کمښت کې یې اغېزمن رول ولوبوي.
سیاسي کارپوهان وايي چې د نوي حکومت لپاره دغه غونډه خورا مهمه ده دوی وايي هیله من دي چې د شته ستونزو د هواري لپاره به یې اغېزې مثبتې وي او ګټورې پایلې به ولري.
په امریکا کې د پوهنتون استاد او سیاسي څېړونکی عبیدالله برهاني وايي اغېزمنتوب یې په دې کې دی، چې د دې غونډې ډول او ترکیب به تر پخواني فرمایشي شکل ډېر توپیر ولري.
برهاني وايي: “دا غونډه به تر پخوانیو څخه ډېر توپیر ولري، د طالبانو په حضور کې به د دې غونډې توصیف او ترکیب په نوي شکل وي، نه د هغه پخوانيو لیستونو په شان چې په فرمایشي شکل راغوښتل کېدل. که رښتیا همداسې وشي، کولی شي چې راغلي اشخاص د مسایلو اړوند غوڅ نظر او سپارښتنې ولري. چې کولی شي د اوسني نظام او د افغانستان د مسایلو په اړه مثبتې اغېزې ولري. زما په نظر امید شته چې د ډېری مسایلو اړوند به مثبتې کړنې رامنځ ته کړي”.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او سیاسي چارو څارونکی عبدالحی قانت هغه خلک چې په ملي روحیه سمبال وي، وطن سره مینه ولري او د ستونزو هواری غواړي دغه غونډه یې ډېره ښه لاره ده.
قانت زیاته کړه: ” جوړېدونکې غونډه زیاته مهمه ده، مهم والی یې په دې کې دی، چې د افغانستان د نظام، اساسي قانون او د نورو حیاتي برخو په اړه په کې بحث وشي، هغه خلک چې غواړي د دې هېواد مشکل او معضله حل شي، دا یې تر ټولو ښه لاره ده”.
د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح بیا پر خپل فیسبوک پر یادې غونډې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې بهر ته د تلونکو مخالفینو او مېرمنو له حضور پرته دا غونډه یوازې د ا.ا د واکمنۍ د پیاوړي کېدو داوم دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس فون برانډټ سره له دې چې دا ډول غونډې د افغانانو د اوسنیو اختلافاتو لپاره کافي نه بولي خو په دې باور دی چې دا ډول غونډې کولی شي په یو جګړه ځپلي هېواد کې د اختلافاتو د هواري لپاره پیل و اوسي.
فور برانډټ په یوه مرکه کې ویلي:”په یقین سره چې یوه غونډه او یا هم میکانیزم یوازې کافي ندي. لویه جرګه کولی شي یو پیل او ښه والی و اوسي خو کافي به نه وي. هغوی باید د ټولو لوبغاړو د منلو په لټه کې و اوسي.”
خو سیاسي شنونکی عبدالحی قانت وايي دا چې سل سلنه دې هر سړی له دې کاره خوښ شي شونې نه ده او نه هم واقعي برېښي.
پایله:
د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره جوړېدونکې غونډې ته په کور دننه او بهر کې هیلې راټوکېدلې دي. باورونه دا دي چې دا غونډه په کورنۍ کچه د خلکو د ملاتړ او پاملرنې د جلب لپاره اړینه ده، څو د احتمالي خطرونو له رامنځته کېدو چې واکمني او نظام ګواښي مخنیوی وکړي او د هېواد کشالې د هواري لپاره تر ټولو غوره لاره ثابته شي.
د اسلامي امارت مشران او د پخواني حکومت غړي او یو شمېر سیاستوال چې تر منځ یې لا هم بې باوري شته، دا غونډه کولی شي د دغې بې باورۍ رېښې پرې کړي.
بل خوا د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني هیله څرګندوي چې دا غونډه به ښې پایلې ولري.
هېواد ته د پخواني حکومت د ځینو چارواکو راستنېدل بله هغه موضوع ده، چې وار له مخه د یو بل منلو، د باور فضا رامنځ ته کولو او د دغې غونډې د لا اغېزمنتوب څرکونه په کې ښکاري.
خو دا چې دا غونډه به کله وي، داسې ښکاري چې هېواد ته د یو شمېر مرورو سیاستوالو د بېرته را ستنېدو په موخه تر یوې نېټې وځنډېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس