معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په ننګرهار کې هم د کورونا ناروغۍ د فوق العاده بودیجې څخه میلیونونه افغانۍ ورکې دي

په ننګرهار کې هم د کورونا ناروغۍ د فوق العاده بودیجې څخه میلیونونه افغانۍ ورکې دي

په ننګرهار کې هم د کورونا ناروغۍ د فوق العاده بودیجې څخه میلیونونه افغانۍ ورکې دي

راپور: ذیشان ذهین

که څه هم د ننګرهار ولایت د هغو څو ولایتونو په لیست کې ندی شامل چې ویل کېدل د کوروناناروغۍ لپاره په ورکړل شوې بودیجه کې یې درغلي شوې ده، خو د ګهیځ موندنې ښکاروي چې دلته هم د کورونا ناروغۍ لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې د عامې روغتیا ریاست او ولایتي ادارې تر منځ شا او خوا درویشت میلیونه افغانۍ لادرکه دي، خو څوک حاضر ندي چې په اړه یې معلومات ورکړي.
په هېواد کې د کوروناد لومړۍ څپې د خپرېدو پرمهال لهپلازمېنې څخه ولایاتونو ته یوه اندازه پیسې ځانګړې شوې، تر څو له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې یېولګوي، خو د لنډې مودې تر تېرېدو وروسته په دغو پیسو کې د فساد د شتون او زیاتوالي په اړه د مدني فعالینو او د چارو د یو شمېر څارونکو نیوکو زور واخېست او په اړه یې د پلټنو په نتیجه کې
د هرات، میدان وردګو، نورستان او بدخشان ولایتونو د هغه مهال والیان څارنوالۍ ته وروپېژندل شولخو تر اوسه په دې برخه کې د پلټنو پایلې جوتې نه شوې.
د هېوادد ختیځ زون په مرکز ننګرهار کې هم هغه مهال د کوروناناروغۍ د مرکز چارې د وري له ۱۶مې څخه د جلال آباد د حاجي کمپ په ودانۍ کې پیل شوي او د جوزا تر وروستۍ نېټې یې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې فعالیت درلود.
وروسته بیا د جون میاشتي په۲۱ مه په ننګرهار کې د کورونا روغتون ټولې چاري هېلت نېټ مؤسسې ته وسپارل شوې، چې د یادې مؤسسې ټول مالي لګښت د روغتیا نړېوالسازمان(WHO) له خوا له پیله تر اوسه ورکول کېږي.
بل خوا د ولایتي ادارې د خریدارۍ پلاوي او د عامې روغتیا ریاست د خدماتي مدیریت د غړي انجینیر مظفرالدین ستور په وینا په دغو دوه نیمو میاشتو کې چې د کورونا روغتون چارې د حکومت په لاس کې وې،ټولي ۷۵ پنځه اویا میلیونه افغانۍ په مصرف رسېدلې او ۷۵پنځه اویا میلیونه افغانۍنورې یې بېرته مرکز ته سپارل شوې دي، خو د ننګرهارد عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وايي چې د مصرف شوې بودیجې څخه یوه برخه له بې وزلو وګړو سره پر مرستې هم لګول شوې دي.
د ننګرهار پخواني والي شامحمود میاخیل د ۱۳۹۹ لمریز کال د ثور په یوولسمه نېټه په یوه خبري ناسته کېرسنیو ته ویلي و چې ننګرهار په لومړي وار د کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره ۶۱ میلیونه افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده او نوموړې همدا رازا ویلي چې د سلو میلیونو افغانیو نورو پیسو د ورکړې ژمنه هم ورسره شوې وه.
د ننګرهار پخواني والي د ادعاوو له مخې ننګرهار ولایت ته د کورونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره ټوله مرسته شوې پیسي۱۶۱یو سل او یو شپېته میلیونه افغانۍ کېږي.
پخواني والي هغه مهال په خپلو خبرو کې زیاته کړې وه چې له دغو مرستو څخه یوولس میلیونه په مستقیمه توګه عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوي دي.
خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا دا نه منيچې د روغتیا ریاست ته دې پوره یوولس میلیونه افغانۍ له یاد کوډ څخه استول شوې وي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د خدماتو د مدیریت غړی انجینیر سید مظفرالدین ستور وایي چې د عامې روغتیا ریاست یوازې لس میلیونه افغانۍ چې عادي بودیجه وه، له روغتیا وزارت څخه ترلاسه کړې ده. انجینیر ستور زیاتوي:
“موږ ته د وزارت څخه لس میلیونه افغانۍ عادي بودیجه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۲۷ مه نېټه راغلې،چې د عامې روغتیا ریاست پرې د کورونا روغتون لپاره پنځه لویې خریدارۍ ترسره کړې دي.”
د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤولین ددې خریدارۍ تفصیل په لاندې بڼه وړاندې کوي:
لومړۍ خریداري د ۷ میلیونو ۳ لکه او ۳۴ زره افغانیو په ارزښت د لس قلمه طبي تجهیزاتو وه، چې د عمر سبحان شرکت سره يي د اخیستلو قرارداد ترسره شوی دی.دوهم قرارداد بیا د کورونا د مصرفي سامان الاتو لپاره په دوو دورو کې د ۹ لکه ۹۶ زره ۹۵۰ افغانیو په لګښت ترسره شوی. دغه راز درېیمه خریداري د عادي اختیاري بودیجې څخه د ۹ لکه ۲۰ زره ۵۸ افغانیو په ارزښت د پرچون سامان الاتو وه. د پرچون د سامان الاتو لوړ نرخ د بازارونو بندښت او هغه مهال د بیو لوړ والي له امله دی.
دغه ډول دغو لسو میلیونو څخه څلورمه خریداري د ۳۱ زره افغانیو په ارزښت د اوبو سیسټم او نورې پرچون خریدارۍ لپاره شوې ده.
او وروستۍ او پنځمه خریداري هم د ۱۳ ورځو لپاره د ۱ لک ۲۰ زره افغانیو په لګښت د خوراکي توکو مصرف وو، چې دا ټول پنځه قلمه خریداري۹ میلیونه ۴ لکه ۲۰۰۸ افغانۍ کېږي.
دغې خریدارۍ ته په کتو له هغه لس میلیونه افغانیو څخه چې د عامې روغتیا ریاست یې یادوي، ۵ لکه ۹۷ زره ۹۹۲ افغانۍ پاتې شوې دي، خو د عامې روغتیا ریاست او د کورونا روغتون مسؤولین پرته له دې چې کوم سند وړاندې کړي وایي، دا عادي بودیجه وه چې پاتې یې روغتیا ریاست پر نورو صحي برخو مصرف کړې ده.
بل اړخ ته د ننګرهار په ولایتي اداره کې له بېلابېلو سرچینو سره د اونیو اړیکو او هڅو سربېره هم د لګول شویو پیسو په اړه څوک خبرو ته چمتو نه شول، خو په همدې حال کې انجینیر سعید مظفرالدین ستور چې د کورونا روغتون لپاره د خریدارۍ برخه کې د ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست له لورې ګډ هیأت ټاکل شوی ؤ، وایي چې د ولایتي ادارې له خوا کورونا روغتون لپاره یواځې درې قراردادونه شوي دي.
په دغو قراردادونو کې یې لومړی د ۱۶ میلیونه ۹۷ زره ۵۳۰ افغانیو په ارزښت ۱۰۹ قلمه طبي تجهیزات، طبي وسایل او درمل اخیستل شوي دي.
په اوسط ډول د هرې وسیلې او درملو قیمت ۱ لک ۵۵ زره ۶۹۲ افغانیو څخه پورته راځي.
دا چې کوم ډول وسایل په دومره لوړه بیه اخیستل شوي؟ ولایتي ادارې سره د پرله پسې اړیکو وروسته مو بیا هم د دغې پوښتنې ځواب ونه موند.
د کورونا روغتون لپاره د ولایتي ادارې دوهم قرارداد د ۱۲۳ قلمه طبي تجهیزاتو، درملو او نورو وسایلو لپاره د ۱۸ میلیونه ۸ لکه ۱۴ زره ۸۶۰ افغانیو په ارزښت ؤ، چې په منځني ډول د هر توکي بیه له۱ لک ۵۲ زره ۹۶۶ څخه پورته راځي. پهدغو بیو د وسایلو د اخیستلو د سپیناوي لپاره هم د ننګرهار ولایتي اداري مسؤولین زموږ دډېرو هڅو سربېره خبرو کولو ته حاضرنه شول.
دولایتي ادارې درېیم قرارداد د کورونا سنټر د بیا رغونې، ژورې څاه کیندنې، رنګمالۍ او د تشنابونو د جوړولو په برخه کې و چېدرې میلیونه او ۲ لکه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د دغو درې قراردادونو ترڅنګ ولایتي ادارې د حمل، ثور او جوزا میاشتې لپاره د ډاکټرانو، نرسانو، امنیتي کارکوونکو او کارګرانو معاشات ورکړي او بدل اعاشه یې هم ورکړې ده خو د کره ارقامو په اړه یې ولایتي ادارې د ډېرو هلو ځلو سره سره هم تفصیلات له ګهیځ سره شریک نه کړل.
د دغو درنو مصارفو د نه سپناويتر څنګ د دغې ترسره شوې څېړنې له مخې پدې منځ کې میلیونونه افغانۍ ورکې دي.
د ۲۰۲۰ میلادې کال د جون میاشتي په۲۵ پنځه ویشتمه نېټه ننګرهار پخواني والي شامحمود میاخېل د یوې خبري ناستې پرمهال د کوروناسره د مبارزي لپاره دوی ته ټولې ورکړل شوي پیسي ۱۵۰ میلیونه افغانۍ وښودلې، چې د همدې حساب له مخې د عامې روغتیا ریاست لپاره ۹۱ کوډ څخه د ولسمشر له لورې ځانګړې شوې ۱۱ میلیونه افغانیو څرک تر اوسه معلوم نه دی.
په همدې خبري ناسته کې د ولایت پخواني والي شامحمود میاخېل مصرف شوې بودیجه درې شپېته میلیونه افغانۍ وښودله، خو د ولایتي ادارې لخوا د خریدارۍ هیأت او د عامې روغتیا ریاست د خدماتي مدیریت غړي له ګهیځ سره په مرکه کې موږ ته وویل چې مصرف شوې بودیجه ۷۵ پنځه اویا میلیونه افغانۍ ده، په داسې حال کې چې نوموړی خپله وایي چې له ننګرهار څخه د والي شامحمود میاخېل تر تلو وروسته د کورونا په برخه کې نور لګښت نه دی شوی.
د ګهیځ د موندنو په اساس د دولت د فوق العاده بودجې د۹۱ کوډ څخه لېږل شوې ۱۱ میلیونه افغانۍ یوې خواته او تر هغې وروسته له۶۳ میلیونو څخه ۷۵ میلیونه افغانیو ته د مصرف د ډېرېدو ادعا چې ثبوتونه یې له موږ سره نه دي شریک شوي، په ټوله کې د در ویشت میلیونه افغانیو برخلیک نا معلوم دی.
د دغو ورکو شویو پیسو د معلومولو لپاره مو له بېلابېلو لارو له ولایتي ادارې سره اړیکه ونیوله، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.
هېره دې نه وي چې د کورونا لومړۍ څپې په اوج کې پخواني والي شامحمود میاخېل د کوروناناروغۍ د صندوق په نامه د مرستو را ټولولو یوه لړۍ هم پیل کړې وه، چې نږدې ۳۷،۵ اووه دېرش نیم میلیونه افغانۍ یې ټولې کړې وې، خو میاخېل بیا ټینګار کوي چې دغه راټولې شوې مرستې یې د ډاکټر ایمل ذکي په مشرۍ د ۱۲۰ یو سل او شل رضاکارانوپه لاس پر نهه زره پنځه سوه اودېرش اړمنو کورنیو باندې وېشلې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس