معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې فابریکې په کار پیل وکړ

په ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې فابریکې په کار پیل وکړ

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) د اسلامي امارت چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې یې د ۱۵ میلیونه ډالرو په مالي لګښت د چرګانو دانې د تولید فابریکه پرانستې ده.
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
نعیم زیاتوي چې د دې فابریکې دویمه څانګه پرون چې د ننګرهار والي محمد داود مزمل او تنظمیه رییس هم په کې ګډون درلود پرانیستل شوه
د نوموړي په خبره، د چرګانو دانې د تولید په یادې فابریکه کې ۵۰۰ کسانو ته دکار کولو زمینه برابره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ ټنه دانې د تولید وړتیا لري.
د یادولو وړ ده چې د تل پسرلي فابریکې تولیدي دانې پر ولایتونو سربېره تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادرېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس