معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په ننګرهار کې د یوه دولتي روغتون ودانۍ تر ګټې اخیستنې وړاندې تخریب شوې ده

په ننګرهار کې د یوه دولتي روغتون ودانۍ تر ګټې اخیستنې وړاندې تخریب شوې ده

په ننګرهار کې د یوه دولتي روغتون ودانۍ تر ګټې اخیستنې وړاندې تخریب شوې ده

راپور : مصباح الله زاخېلوال

د ګهیځ موندنې ښکاروي چې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د پېوې کنډو په نامه د یوه دولتي روغتون ودانۍ، چې د دولت له بودجې جوړه شوې، د چارواکو له خوا د نه تسلیمېدو په خاطر، تر ګټې اخېستنې وړاندې تخریب شوې ده.
د پېوې کنډو روغتون، چې ۵۰ بستریز روغتون دی، د تأسیس او جوړېدو کار یې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د عامې روغتیا د پخواني وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د ننګرهار ولایت د پخواني والي محمد ګلاب منګل او د دغه ولایت د عامې روغتیا د پخواني رئیس ډاکتر نجیب الله کامه وال په لاس د بنسټ ډبرې په اېښودو، پرانیستل شو.
په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې د جوړېدو عملي چارې د وحید وهاج ساختماني شرکت له لوري پیل شوې، چې د ډبره کېښودونکو مسؤولو چارواکو له قوله هغه وخت ویل شوي وو چې په ۱۳۹۸ کې به دغه روغتون ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
خو اوس نه یوازې د روداتو ولسوالۍ د پېوې کنډو روغتون په خپل وخت ګټې اخېستنې ته ندی سپارل شوی، بلکې ګټې اخېستنې ته تر سپارل کېدو وړاندې د روغتون ځینې ساختماني برخې تخریب شوې هم دي.
د وحید وهاج ساختماني شرکت مشر چې ددې روغتون د ودانولو قرار داد ورسره شوی دی، په دې اړه د ګهیځ خبریال ته وویل: “د روغتون د جوړېدو کارونه بشپړ شوي دي، خو مونږ په روغتون کې ۱۴ سلنه اضافي کارونه هم کړي دي.”
د یاد ساختماني شرکت مشر د روغتون تعمیر ګټې اخېستنې ته د نه سپارل کېدو له لاملونو څخه یو همدا یادوي، چې د دوی د اضافه کار پیسې ندي ورکړل شوي او وایي چې د روغتون د تسلیمۍ مکتوب د دوی لخوا آماده دی، خو د ښار جوړونې ریاست یې ځکه تسلیمي نه اخلي، چې د مالیې وزارت لخوا د ا ضافه کارۍ مکتوب لا ندی خلاص شوی.
د وحید وهاج روغتون مشر زیاتوي چې: “زموږ لخوا مکتوب ورکړل شوی دی، خو د صحت عامې ریاست لا له مالیې وزارت نه د ۱۴ فیصده اضافه کارۍ موافقه نه ده اخیستې، نو ځکه یې تسلیمي پاتې ده ”
ومو غوښتل چې پدې تړاو د ښارجوړونې ریاست نظر هم واخلو، خو هغوی وایي، چې د پېوې کنډو د روغتون قرارداد د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره شوی او چارې یې د عامې روغتیا په ریاست پورې اړه لري.
همدا راز د یاد روغتون په تعمیر کې تفریح ځایونه او د اوبو ذخیره هم ندي جوړ شوي خو د ساختماني شرکت مسؤول وایي، دا ورسره په قرارداد کې نشته.
بل اړخ ته د ننګرهار ولایت ټولنیز فعال صفت الله تلوار بیا وایي، چې د پېوې کنډو روغتون لا ګټې اخیستنې ته ندی سپارل شوی خو ځینې ساختماني برخې یې خرابې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې: “د پېوې کنډو روغتون ځینې برخې له ګټې اخیستنې مخکې تخریب شوې او له منځه تللې دي چې دده په وینا د روغتون دغه خرابې شوې برخې او ساختماني ستونزې یې د ښار جوړونې له ریاست سره هم شریکې کړي دي. “خو د وحید وهاج ساختماني شرکت مشر بیا دا ادعا نه مني او وایي چې د روغتون هېڅ کومه برخه نده خرابه شوې.
نوموړی زیاتوي چې: “روغتون هېڅ کومه ستونزه نه لري او که کوم مشکل په کې پيدا شوی هم وي، لامل یې دا دی چې له روغتون څخه ګټه نه اخستل کېږي. ”
د ګهیځ د معلوماتو په اساس د دې تعمیر ځيني برخې مخکې له دې چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي تخریب شوې دي، د ودانۍ د څلورو واړو دېوالونو ځینې برخو درزونه پیدا کړي او همدا راز د پیاده تګ ځینې برخې هم تخریب شوې دي. بل اړخ ته د ننګرهار ولایت هغه مسؤولین، چې په وخت کې یې د پېوې کنډو روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه اوس دلته په دنده کې نشته، خو د دغه ولایت د عامې روغتیا اوسنی رئیس نصیر احمد دراني وایي چې د پېوې کنډو د روغتون د ودانۍ په اړه ټول معلومات نلري، خو په خبره یې که د یو کال په موده کې دغه روغتون په ساحتماني لحاظ کوم زیان ویني، نو مسؤولیت یې د شرکت پر غاړه دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس وایي چې: “د روغتون د ودانۍ دقیق ارقام راسره نشته خو دومره خبره معلومه ده چې د یو کال په موده کې که کوم مشکل پیدا کړ ذمواري یې د شرکت په غاړه ده.”
د نصیر احمد دراني په وینا، د روغتون ودانۍ فعالېدو ته چمتو ده او په راتلونکې څو اونېو کې به دوی ترې ګټه اخیستنه پیل کړي.
ډاکتر دراني زیاتوي: “د روغتون ودانۍ کار ته آماده ده او په راتلونکې څو اونېو کې به دلته روغتون په کار پيل وکړي خو کومې برخې یې چې تخریب شوې دي، هغه به بېرته جوړیږي او د هېڅ کومې برخې یې له ترمیم پرته تسلیمي نه اخلو.”
خو د وحید وهاج ساختماني شرکت مشر بیا ادعا لري چې دوی د یاد روغتون چارې پخوا تکمیل کړې، دا چې اوس بیا تخریب شوې دا په خپله د ننګرهار د روغتیا ریاست ستونزه ده چې له دوی څخه يي تسلیمي نه اخلي.
د پېوې کنډو (۵۰) بستریز روغتون د جلال آباد ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی، چې تر اوسه پرسونل او طبي وسایل نلري، دغه روغتون د پوره یو نیم کال تر تېریدو وروسته لا هم ګټی اخیستني ته ندی سپارل شوی، خو د عامې روغتیا اوسنی رئیس نصیر احمد درانی وایي چې ډېر ژر به ورته پرسونل استخدام کړي او روغتون به په طبي وسایلو سمبال شي او دده په خبره د روان ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ میاشتې په پای کې به په فعالیت پیل وکړي.
ډاکتر درانی زیاتوي چې: “په راتلونکې څو اونیو کې به د پرسونل استخدام وکړو او وسایل به یې هم په راتلونکې څو اونیو کې راوړل شي او د فبروري تر اخېري به روغتون په فعالیت پیل وکړي.”
دا یوازې د پېوې کنډو روغتون هم ندی، چې ګټې ته تر اخیستنې وړاندې یې د تعمیر ځینې برخې تخریب شوې او د ودانۍ د ساختماني کار تر بشپړېدو پورې هېڅ ډول طبي وسایل نلري، بلکې ډېری داسې نور پروژه یي کارونه، ساختماني ودانۍ او پراختیایي پروژې شته، چې د دولت ډېره بودېجه پرې مصرف شوې وي، خو تر ګټي اخیستنې وړاندې تخریب شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس