معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په ننګرهار کې د وسلو د قاچاق په تور یو کس نیول شوی

په ننګرهار کې د وسلو د قاچاق په تور یو کس نیول شوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه نېټه ده) د ننګرهار امنیه قومانداني ویلي چې د سپکو وسلو یو قاچاقبر یې له اته میله اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو سره یوځای نیولی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي رسنیو ته وویل، یوه شکمن کس دا وسلې په یوه سراچه موټر کې ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې چې پاکستان ته یې واړوي.
زابلي زیاته کړه: “د ننګرهار د امنیه قومانداني مجاهدینو د جلال اباد ښار په ثمرخېلو سیمه کې یو کس نیولی چې غوښتل یې اته میله اېم شپاړس وسلې پاکستان ته قاچاق کړي خو د مجاهدینو له خوا څخه کشف او ونیول شو.”
پاکستان ته له دې مخکې هم له افغانستانه د اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو اسلامي امارت د دې وسلو په قاچاق کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي دي.
خو له دې وړاندې امنیتي ځواکونو له خوا هم پاکستان د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس