معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په ننګرهار کې د غلو اوه کسیزه ډله نیول شوې

په ننګرهار کې د غلو اوه کسیزه ډله نیول شوې

ګهځ: نن دوشنبه (د کب ۱۶مه او د مارچ ۷مه نېټه ده) د ننګرهار ځايي امنیتي چارواکي وایي، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د غلو او انسان تښتوونکو ۷ کسیزه ډله نیولې ده.
د دغه ولایت د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وایي، په نیول شویو داسې کسان هم شته، چې د اسلامي امارت له نومه په ګټه اخستو یې د خلکو له کورونو غلا کوله.
د ښاغلي بشیر په وینا دغه غله یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیولي دي.
ویل کېږي، دوی کې هغه کسان هم شامل دي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لار یې له خلکو موټر غلا کول او بیا به یې په بل چا پلورل.
د چارواکو په وینا، د غلاو او انسان تښتوونکو په وړاندې یې دریځ جدي دی او هېچاته به دا اجازه ورنه‌ کړي چې د ښار امنیت وننګوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس