معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په ننګرهار ولایت کې د خرما حاصلات ډېر شوي

په ننګرهار ولایت کې د خرما حاصلات ډېر شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) د ننګرهار ولایت د کانال ریاست چارواکي وایي، د دوی څېړنې ښيي، چې د یاد ولایت په کانال کې به سږ کال د خرما حاصلات څه باندې شلو ټنو ته لوړ شي.
د ننګرهار د کانال ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږ کال به د دې ولایت په کانال کې د خرما له څلویښت جریبه روزل شوي بڼ څخه شل ټنه خرما ترلاسه او نورو ولایتونو ته صادر شي.
تېر کال د ننګرهار له کاناله ۱۴ ټنه خرما ترلاسه شوې وه، خو د ننګرهار کانال ریاست سږ کال د حاصلاتو د ډېرېدو لامل په معیاري کرنیزو لارو چارو د بڼونو روزل بولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس