معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په لغمان کې بې ځایه شوې کورنۍ او د ولایتي شورا وکیل د کډوالو چارو ریاست په فساد تورنوي

په لغمان کې بې ځایه شوې کورنۍ او د ولایتي شورا وکیل د کډوالو چارو ریاست په فساد تورنوي

په لغمان کې بې ځایه شوې کورنۍ او د ولایتي شورا وکیل د کډوالو چارو ریاست په فساد تورنوي

راپور: محمد ګلاب ابراهیمي

په لغمان کې ددې ولایت د ولایتي شورا وکیل، بې ځایه شوې کورنۍ او ځیني خلک وایي چې د یاد ولایت د کډوالو چارو ریاست له دوی سره شوې مرستو کې درغلي کوي او دغه ریاست په فساد تورنوي.
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د اسلام آباد یوه کډه شوې کورنۍ وایي شاوخوا دوه کاله ېې وشول چې مهترلام ښار ته کډه شوي، څو ځله یې کډوالو ریاست ته عریضې ورکړي خو هېڅ اجرات پرې نه دي شوي.
د اسلام آباد څخه کډه شوی محمد غازي وایي سره لدې چې دلته د راکډه شویو او بې وزلو لپاره مرستې راځي خو حق حقدار ته نه سپارل کېږي.
نوموړی وایي د څو پرلپسې عریضو څخه وروسته چې ده، کډوالو ریاست ته ورکړې خو بیا هم پدې دومره موده کې دی ندی بریالی شوی چې مرستې ترلاسه کړي، خو نوموړی دعوه کوي چې خپله دا ستونزه یې له بلې لارې حل کړې او د رشوت د ورکړې په بدل کې یې مرسته ترلاسه کړې ده.
محمد غازي وایی چې: “خپله ستونزه مې د کور خوا کې له یوه ګاونډي سره شریکه کړه، د ګاونډي مېرمنې راته وویل زما یو ورور دی که غواړې چې مرسته ورسره نیمایي کړې، نو زه به ورته ووایم چې د سروې ټیم ستا کور ته ولېږي، کور دې سروې کړي او مرسته درکړي او ما هم دا خبره ورسره ومنله ځکه چې زه یو فقیر سړی یم، ماته لږې پیسې هم ډېرې دي.”
دغه کډوال زیاتوي چې دوه کاله کېږي چې د الیشنګ ولسوالۍ له اسلام آباد کلي نه د جنګونو له امله کډه شوی دی، او څلور عریضې یې د لغمان د کډوالو چارو ریاست ته ورکړې خو هېڅ مرسته ورسره ونشوه.
محمد غازي وایي چې کله یې له خپلې ګاونډۍ سره خبرې وکړې او له هغې سره یې ومنله چې مرسته شوې پیسې به د هغې له ورور سره نیمایي کوي، په سبا یې د سروې کسان کور ته راغلل کور یې راته عکاسي کړ، سروې یې وکړه بله ورځ یې زنګ راغی چې ورغلم ۱۵۰۰۰ افغانۍ راسره مرسته وشوه، هغه کس ترې ۷۰۰۰ ماته پرېښودې او نورې یې په خپله واخیستې.
د الیشنګ ولسوالۍ څخه دغه کډوال همدارنګه وایي چې: “په بله سروې کې ۱۲۰۰۰ افغانۍ وې، بیا مې ۵۰۰۰ افغانۍ هغه کس ته ورکړې ۷۰۰۰ افغانۍ ترې ما واخیستې، درېیم ځل هم په سروې کې زه شامل وم خو بیا پیسې رانغلې.”
دی وایي چي دلته نه یوازې دی پدې برخلیک ندی اخته شوی، بلکې ډېری نورې کورنۍ هم وې چې همداسې ورسره د نیمایي خبره شوې وه، خو چا حال نه ویلو.
محمد غازي همدارنګه زیاتوي چې که حکومت دده ملاتړ وکړي، دی حاضر دی چې دا کس حکومت ته ور وښایي او مخامخ ورباندې شاهدي هم ووایي چې دې سړي ورسره د مرستې پیسې نیمایي کړې دي.
غازي دعوه لري چې دا سړی د کډوالو چارو ریاست سره اړیکه لري، ځکه چې دده په خبره د شپې یې ورسره د پیسو د نمیایي کېدو خبره ومنله او سهار د سروې کسان دده د کور سروې ته راغلل او د تېر کال په همدې شپو ورځو کې ورسره مرسته وشوه.
نه یواځې له غازي سره د مرستو پیسې نیمایي شوي، بلکې د الیشنګ سیلاب درې څخه کډه شوي محمد ابراهیم سره هم همدا عمل تکرار شوی دی.
محمد ابراهیم وایي دوی د جګړو له وېرې مهترلام ښار ته کډه شول او د کډوالو چارو ریاست سره یې خپل نومونه ثبت کړل څو مرسته ورسره وشي، خو کله چې یې کور ته د سروې ټیم ځي اول کې ورسره د پیسو د نیمایي کېدو خبره شرط ایښودل کېږي.
نوموړی کیسه کوي چې کله له سروې وروسته ورته زنګ راځي او د مرستې اخیستو ته غوښتل کېږي، نو دوه سوه ډالر ورسره مرسته کېږي، خو سل ډالر د ته ورکول کېږي او سل ډالره ورنه د مهاجرینو ریاست اړوند کسان بېرته اخلي.
نوموړی وایي چې بل ځل ورسره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه او هغه هم په همدې بڼه ورسره نیمایي شوه.
محمد ابراهیم نېغ په نېغه تور لګوي او وایي دغه کسان چې مرستې نیمایي کوي، د کډوالو چارو ریاست اړوند مامورین او کار کوونکي دي.
دغه بې وزله کډوال وایي: “موږ د جګړو له وېرې مهترلام ښار ته په بد وضعیت کې کډه شوو، دا نو تېر کال همدا شپې ورځې وې، کله چې سروې والا راغلل، ماته یې وویل چې تاسو ته دوه سوه ډالر درکول کېږي، خو سل یې بېرته درنه موږ اخلو، ما ورسره ځکه دا خبره ومنله چې ماته سل ډالره هم زیات ؤ، بل ځل یې ژمنۍ مرستې راکړې؛ لکه: پټوګان، جرابې، کمپلې او داسې نور غیر خوراکي توکي، هغه یې هم راسره نیمایي کړل، د مهاجرینو ریاست اړوند کسان ټول غله دي دوی د مظلومانو حق خوري.”
پر دې سر بېره د مهترلام ښار اوسېدونکې یوې مېرمنې هم د نوم د نه افشا په شرط د لغمان ولایت د کډوالو پر ریاست تور پورې کړ چې ددې ریاست کارکونکو ورسره نقدي مرسته نیمایي کړې ده.
د مهترلام بابا دښتې ته کډه شوې دغه مېرمن چې د څلورو ماشومانو مور ده وایي د کډوالو چارو ریاست کارکوونکو ورسره مرسته شوې پیسې نیمایي کړې دي.
نوموړې وویل خاوند یې مړ دی، واړه واړه ماشومان ور د غاړې دي، چې لاس ته یې یوه روپۍ هم راځي له مجبورۍ یې اخلي.
دا مېرمن خپله کیسه داسې کوي: “د کډوالو چارو ریاست اړوندو انجینیرانو چې کورونه یې سروې کول، زما کور یې هم سروې کړ، خو شرط یې راباندې کېښود چې موږ درته ۱۲۰۰۰ افغانۍ درکوو، پدې شرط چې ۶۰۰۰ زره افغانۍ ترې بېرته موږ ته راکړې، ما هم ورسره ومنله، بله ورځ یې راته زنګ وواهه چې لاړم ۱۲۰۰۰ افغانۍ یې راکړې ګوته مې ورته په یوه پاڼه کې ولګوله، بیا مې ۶۰۰۰ زره افغانۍ هماغه انجینیر ته ورکړې، همداسې ترې کور ته راغلم.”
پر دې سر بېره چې دا څو کورنۍ وایي د مهاجرینو ریاست اړوندو کسانو له دوی سره شوې مرسته نیمایي کړې، خو ځینې کورنۍ دا هم وایي چې نوموړي ریاست حق حقدار ته نه سپاري، مرستې هغه چاته ورکوي چې د دوی نږدې خپلوان یا له دوی سره ارتباطي کسان وي.
د الینګار ولسوالۍ د کچور څخه یوه کډه شوې مېرمن ګل پري چې د څو یتیمانو مور ده او خاوند یې په یوه چاودنه کې وژل شوی، وایي درې کاله کېږي له خپلې سیمې مهترلام بابا دښتې ته کډه شوې خو تر اوسه پورې ورسره هېڅ ډول مرسته نده شوې.
نوموړې وویل څو ځله یې د خپلې بې وسۍ اوغریبۍ په اړه مهاجرینو ریاست ته عریضې ورکړي خو پدې دریو کلونو کې یې هېڅ ډول مرسته نده تر لاسه کړې.
دغه کونډه وایي: “د کډوالو، بې وزلو، جنګ ځپلو او کونډو په نامه مرستې راځي خو اړوندو کورنیو ته نه ورکول کېږي، حیرانه دې ته یم چې دا مرستې چاته ورکول کېږي؟ کونډه زه یم، بې وسه او جنګ ځپلې زه یم، کډواله زه یم خو دا مرستې چاسره کېږي او چاته ورکول کېږي نه پوهېږم، د خدای لپاره پدې دریو کلونو کې ماسره د یوې ډوډۍ مرسته نده شوې. ”
په ورته وخت کې د لغمان د ولایتي شورا یو برحاله وکیل محمد ظاهر حسین خېل هم د کډوالو پر ریاست نیوکه کوي وايي چې دې ریاست کې حق حقدار ته نه سپارل کېږي.
نوموړی وايي پدې اداره کې دا مرستې هغه چاته ورکول کېږي چې ددې ادارې له کارکوونکو سره خپلوي، دوستي او نږدې اړیکې ولري.
ښاغلی حسین خېل هم تأییدوي چې دلته مرستې له بې وزلو سره نیمایي کېږي چې دا د کډوالو ریاست د فساد یو ښکاره ثبوت دی.
نوموړی زیاتوي: “کله چې موږ ته کډوال، غریب، بې وزله او فقیر خلک راځي، موږ یې ستونزه د کډوالو ریاست سره شریکوو، د دوی عریضې نوموړي ریاست ته لېږو، خو بېرته یې چې تعقیبوو هېڅ مرسته یې نه وي ورسره کړې، په بار بار موږ بې ځایه شوې کورنۍ، بې وزله کورنۍ کډوالو ریاست ته معرفي کړې خو دوی مرستې حقدارو ته نه ورکوي، بلکې په خپلو کې سره یې وېشي.”
بل خوا ته مېرمن ګل نار چي د نهه ماشومانو مور ده او خاوند یې مړ دی، دا هم وایي چې څو څو ځله یې د کډوالو چارو ریاست ته عریضې ورکړې خو مرسته ورسره نده شوې.
نوموړې وایي یوازې یو زوی لري چې په ښار کې کراچۍ چلوي او هغه هم نشي کولای چې د ټول کور اړتیا پوره کړي خو هېچا یې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.
دا وایي: “خاوند مې مړی دی، خپله په یو داسې کور کې اوسېږم چې نه په باران د پټیدو یو او نه د سیلابونو څخه پناه لرو، چهاردېوالي نلري، تشناب نه مو د پنا په خاطر ټوټې تاوې کړې دي، تر موږ بل څوک بې وسه نشته بیا نو ولې له موږ سره مرستې نه کېږي؟”
پر کډوالو او ولایتي شورا پر وکیل سر بېره، په دې ولایت کې له بې وزلو سره د ملاتړ ټولنې په نامه یوې مؤسسې مسؤول محمد ایوب انوري هم وايي چې د لغمان د هرې برخې څخه چې داخلي بې ځایه شوي مهترلام ښار ته راځي موږ یې له ځان سره ثبتوو او همداراز بې وزلې کورنۍ هم له موږ سره ثبت وي خو کله چې موږ د کډوالو چارو ریاست ته دوی معرفي کوو، نن په سبا راته ګپ راکول کېږي او کډوالو ته مرستې نه ورکوي.
نوموړی زیاتوي: “موږ چې کله بې وزله کورنۍ یا داخلي بې ځایه شوې کورنۍ مهاجرینو ریاست ته لېږو، یا دغه موضوع له نوموړي ریاست سره شریکوو چې په دغه کلي کې داخلي بې ځایه شوې یا بې وزله کورنۍ موجودې دي، موږ ته وايي چې مونږ د سروې ټیم لېږو، خو هسې ګپ راکوي، دلته حق حقدار ته نه سپارل کېږي موږ سره هم دوکه کېږي.”
خو بل لوري ته بیا ددې ټولو پورته تورونو په اړه د لغمان د کډوالو چارو رئیس انجینير شاکرالله شاکر بیا وایي چې دوی په دوو برخو کې مرستې وېشي یو راستانه شويو کډوالو ته او بل بې ځایه شویو کورنیو ته او په ځینو وختونو کې د بېلابېلو مؤسساتو په مرسته بې وزلو سره هم مرستې کوي چې د دواړو ډلو لپاره بین المللي ادارې او حکومت ترمنځ یو طرزالعمل موجود دی.
نوموړی پدې اداره باندې د شاوخوا پنځوسو څخه زیاتې مستندې مرکې، د ولایتي شورا د وکیل نیوکې چې دا اداره په فساد تورنوي همداراز د بېلابېلو مدنې ټولنو او اړمنو کورنیو چې وایي دلته مرستې نیمایي کېږي ټول تورونه ردوي او وایي چې د دوی ټولې مرستې اړوندو کورنیو سره ترسره شوې دي.
نوموړي څخه موږ وپوښتل چې دلته عملاً داسې کورنۍ شته او موږ سره یې مرکې کړي او ادعا کوي چې ماسره د کډوالو ریاست اړوند کس مرسته شوې پیسې نیمایي کړې ،تاسو پدې اړه څه وایئ؟
نوموړي وویل چې د الیشنګ په مرستو کې د همکارۍ په موخه موږ ته د ولایتي ادارې له خوا شپږ تنه مدني فعالان او مشران معرفي شول، د هغوی دنده دا وه څو مونږ ته اړمنې کورنۍ مشخصې کړي، که له دوی نه چا دا کار کړی وي نشم ویلی.
د لغمان د کډوالو چارو رئیس انجینیر شاکرالله شاکر وایي: “په لغمان کې تقریباً دېرش زره کورنۍ راستنې شوې دي، همدارنګه پدې کې داخلي بې ځایه شوي او بې وزله دي چې پدې کې موږ ۲۳ زره کورنیو ته مرستې رسولې دي، کېدای شي چې ځینې کورنۍ له مرستو پاتې وي او شکایت ولري خو په ټوله کې موږ حق حقدار ته رسولی، موږ د ولایتي شورا سره همغږي لرو او په ټولو مرستو کې د دوی استازي له موږ سره وي. ”
د لغمان ولایت د کډوالو چارو رئیس په دې مرکه کې له ولایتي شورا سره په مکرر ډول پر همغږۍ ټینګار کوي په داسې حال کې چې د ولایتي شورا وکیل محمد ظاهر حسین خېل د کډوالو چارو ریاست په فساد کې ښکیل یادوي.
بل اړخ ته د مهاجرینو رئیس په داسې حال کې اړوندو کورنیو ته د مرستو رسولو خبره کوي چې زمونږ مرکې ښکاروي چې لا هم په لغمان کې اړمنو، بې وزلو او غریبو ته حق نه دی رسېدلی او هره کورنۍ وایي چې دوی سره نه د مهاجرینو ریاست او نه د کومې بلې ادارې لخوا مرستې نه دي شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس