معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په قزاقستان کې پېښ شوی کړکېچ؛ پر افغانستان هم د لاسوهنې ادعا ده

په قزاقستان کې پېښ شوی کړکېچ؛ پر افغانستان هم د لاسوهنې ادعا ده

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) قزاقستان ادعا کړې چې د دغه هېواد په وروستیو نا ارامیو کې له افغانستان څخه هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود.
د قزاقستان ولسمشر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالي شوي دي.
قاسم توقایف وایي چې په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو لاس درلود او په خبره یې له همدې امله یې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات پيل کړي دي.
د توقایف د تازه ادعا په اړه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د ناندریو د ختمېدو غوښتونکي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس