معماری
خانه / فعالیتونه / په غور کې د ګهیځ ټولنې مسؤول د عدالت غږ راډیو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

په غور کې د ګهیځ ټولنې مسؤول د عدالت غږ راډیو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

په غور کې د ګهیځ ټولنې مسؤول د عدالت غږ راډیو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

په غور ولایت کې د ګهيځ د لیکوالو او ژورنالیستانو د ټولنې ځایي مسؤول حسیب الله “جمالزاده” د عدالت غږ راډيو رسنیز دفتر په انګړ کې د همدې رسنۍ له مسؤولینو سره وکتل او د ولایت په کچه یې د رسنیو پر ستونزو خبرې وکړې.
د دغه ناستې په سر کې ښاغلي جمالزاده د یادې راډیو مسؤولینو ته د ګهیځ ټولنې په اړه معلومات ورکړل او ورپسې
د عدالت غږ راډیو مسؤول عبدالسلام “خپلواک” د دې ټولنې له مرکزي دفتر نه لدې امله مننه وکړه چې په غور ولايت کې یې د یادې ټولنې یوه څانګه را منځ ته کړه.
نوموړي وویل: په غور کې به د دې ټولني فعالیت او استازیتوب سیمه ییزې رسنۍ ځواکمنې او لا پياوړي کړي.
همدارنګه په غور کې د سيمه ييزو رسنيو يوه خبريال صاحب خان “نظامي” وويل، چې ددې ټولنې را منځ ته کول به په غور ولايت کې د خبريالانو او ليکوالانو د هڅونې او لا پياوړتيا سبب شي.
د یادولو وړ ده چې د ګهيځ د لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنې پدې وروستیو کې په غور ولایت کې خپل رسنیز او فرهنګي فعالیتونه پیل کړي چې تر دې دمه یې په سیمه ییزه کچه ورکشاپونه جوړ کړي او ګڼو خبریالانو او لیکوالو ته یې د دې ټولنې په اړه معلومات ورکړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس