معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په غزني کې د مخابراتي شبکو د فعالېدو کار پیل شوی

په غزني کې د مخابراتي شبکو د فعالېدو کار پیل شوی

ګهیځ: نن دوشنبه د (د کب دوهمه نېټه) په غزني کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي هڅه کوي چې د دغه ولایت اړوند په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه فعال کړي.
دوی وايي تر اوسه پورې یا په ځینو ولسوالیو کې د دغه شبکو فعالیتونه نه دي وړاندې شوي او یا هم د جګړو له امله بېرته له کاره لوېدلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست، مولوي حبیب الله مجاهد د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل د دغه کار پیل یې د غزني له مرکز څخه کړی.
نوموړی وايي، د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده په هڅو او زیار یې د غزني مرکز اړوند په قره باغي سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه پایه درولې.
ښاغلی مجاهد زیاتوي:” د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو کې تلیفونونه کمزوري دي کار نه کوي، لکه ناوه، ګېرو، اب بند او داسې نورې، په دغه سیمو کې پایې کمې او د خلکو اړتیا زیاته ده، د غزني مشران په پام کې لري چې په ټولو ولسواليو کې شبکې فعالې کړي، پایې ودروي او خلک ګټه ورڅخه پورته کړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ځینو نورو سیمه کې هم خلک د سلام دولتي مخابراتي شبکې ترڅنګ د ټولو خصوصي مخابراتي شبکو له ناسمو فعالیتونو ناخوښ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس