معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په زابل ولایت کې کولرا ته ورته ناروغۍ پراختیا موندلې

په زابل ولایت کې کولرا ته ورته ناروغۍ پراختیا موندلې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ څه باندې ۳زره پېښې ثبت شوي دي.
د دوی په وینا په دغه موده کې په کولرا یا (نس ناستي) اخته پنځه ناروغان هم مړه شوي دي.
د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست پر خپل فیسبوک پانه لیکلي چې دوی د دغه ولایت په لیري پرتو ولسوالیو کې په کولرا ناروغۍ اخته کسانو ته د درملو او روغتیايي موادو د لېږد بهیر پيل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په دوو نورو سوېلي ولایتونو هلمند او کندهار کې هم د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ پېښو ثبتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د هوا تودوخه او ناپاکې اوبه په کولرا ناروغۍ د اخته کېدو اساسي لاملونه بلل کیږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس