معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په دشت برچي کې د شنبې ورځې د برید مسوولیت داعش ومانه

په دشت برچي کې د شنبې ورځې د برید مسوولیت داعش ومانه

اسلامي دولت ډله یا داعش مني چې په کابل کې د وړمې ورځې د برید عاملین دوی دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسلامي دولت ډلې یا داعش، په خپلو ټلیګرام چینلونو کې د کابل په لویدیځ دشت برچي کې پر مسافر وړونکي موټر د شنبې ورځې د برید ادعا کړې.

شنبه ناوخته د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه موټر کې چاودنه وشوه او وروسته‌ یې اور واخیست.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي خو داعش ډلې تازه په دغه برید کې د شلو کسانو د وژلو ادعا کړې او وايي چې په بس کې یې بمونه ځای پر ځای کړي وو.

د یادولو وړ ده چې په دغه برید کې افغان خبریال حمیدالله سیغاني هم وژل شوی و. له برید وروسته د افغان خبریالانو مرکز پر خپله ټویټرپاڼه او د سیغاني مېرمن فوزیې وحدت ،چې په خپله هم خبریاله ده، پر فیسبوک د سیغاني د وژنې خبر باوري کړی و.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکي ادعا کوي چې داعش ډله د دوی پر وړاندې د درېدو توان نه‌ لري خو داعش په دې وروستیو کې ګڼ خونړي بریدونه کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس