معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په تېر کال کې له یو میلیون ډېرو بې ځایه شویو افغانانو ته مرستې رسېدلي

په تېر کال کې له یو میلیون ډېرو بې ځایه شویو افغانانو ته مرستې رسېدلي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه)، په ملګرو ملتونو کې د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د ګڼو هېوادونو په مرسته بریالي شوي چې په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړو له لاسه له یو میلیون او یو لک بې ځایه شویو او زیان لیدونکو وګړو سره بشري مرسته وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو دغې ادارې تېره ورځ په یوه ټویټ کې د اروپايي ټولنې تر څنګ د جرمني، د امریکا متحدو ایالتونو، بریټانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر نژدې یو میلیون دی، خو نورو سازمانونو دا شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس