معماری
خانه / ژورنالیزم / په تېرو دوه لسیزو کې د اسلامي رسنیو ونډه

په تېرو دوه لسیزو کې د اسلامي رسنیو ونډه

په تېرو دوه لسیزو کې د اسلامي رسنیو ونډه

عبدالظاهر حمیدي، د ګهیځ ټولنې پخوانی رئیس

په افغانستان کې د امریکایانو له راتګ سره سم په هېواد کې د رسنیو بازار ګرم شو. د دولتي رسنیو ترڅنګ، ګڼ شمېر نادولتي او شخصي رسنیو په کار پیل وکړ. اوس مهال په ټول افغانستان کې بې شمېره ټلویزوني او راډیويي چېنلونه، چاپي نشریات او انټرنټي سایټونه له دولت سره ثبت شوي او په کار بوخت دي.رسنۍ سره له دې چې د عامه خپراوي تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او د ټولنیز بدلون په راوستلو کې لوی لاس لري، خو په افغاني ټولنه یې مثبتې اغېزې ډېرې کمې دي. یوه مثبته اغېزه یې دا کېدی شي چې خلک د بېلا بېلو مسایلو، اشخاصو او ادارو په اړه هر ډول موافق یا مخالف نظر ښکاره کولو کې تر پخوا ډېره په آزادي سره بیانولی شي. د رسنۍ موخې او اهداف دا دی چې د ټولنې رښتینی کلتور او ارزښتونه په ټولنه کې خپاره کړي. متأسفانه افغاني رسنۍ د دې پر ځای چې افغاني اخلاق عام کړي، ډېری یې بې بندوباري، کورنۍ شخړو، قوم پالنې، سمت پالنې او ژبني تعصب ته لمن وهلې.په افغانستان کې اوس مهال هر څوک کولی شي له هر ډول خنډ پرته یوه رسنۍ پرانیزي.

په ټلويزیوني برخه کې اوس په کلیو او بانډو کې د ځایي ټلویزیوني خپرونو ځای سټلایټ او ډېش آنتن نیولی او هره کورنۍ تر یوه زیات سټلایټي چېنلونو ته لاس رسی لري، متأسفانه د افغانستان حکومت تر اوسه په دې هکله کومه مشخصه لایحه نه لري، په داسې حال کې چې د سټلایت او ډېش آنتن په خپرونو کې ټول چېنلونه خلاص دي او د هر سټلایټ لیدونکي کولی شي هر رنګه خپرونې وګوري چې دا په دیني، ټولنیز او کلتوري لحاظ بله ستونزه ده او د ټولنې په تېره بیا د ځوان کهول په اخلاقي ضعف کې عمده رول لوبوي.

که دا ډول رسنۍ او دغه ډول خپرونې روانې وي او په اساسي شکل یې مخنیوی ونه شي د افغانستان راتلونکی نسل او اخلاقي ناخوالې به ورځ تر بلې ډېرې او ستونزې به لا ډېرې شي. بل اړخ ته متأسفانه دلته داسې اسلامي او ملي چېنلونه هم نشته چې ددې ناوړه خپرونو بدیل وګرځي او په دې توګه ولس مو د تفریح او پوهاوي ترڅنګ خپل ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وروزل شي.

کاش چې د ټولنې هر یو دیني مشر یوه دیني رسنۍ درلودای.او ددیني ارزښتونو په خپراوي کې ونډه اخیستې وای .په ټولنه کې د بدیل په توګه د اسلامي رسنیو د نشتوالي یا کموالي له کبله ډېری له ستونزو سره مخامخ دي یا به ددې موجوده رسنیو نه ګټه اخلي یا به بهرنیو رسنیو لور ته مخه کوي، چې په دې توګه له بلا ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د اسلامي رسنیو ځانګړتیاوې:

د اسلامي رسنیو ځانګړتیاوې کومې دي او څرنګه کولی شو معیاري اسلامي رسنۍ ولرو او تر کومه زمونږ رسنۍ اسلامي دي؛ دې موضوع ته په لاندې ټکو کې اشاره کوو .

۱: خلکو ته د حقايقو روښانه کول

د اسلامي رسنیو یو عمده هدف د ټولنې وګړو ته د رښتينو معلوماتو وړاندې کول او همدارنګه ټولنه په هر ډول سختو شرایطو کې سمې لارې ته برابرول دي.

خلک ملي وحدت او يووالي ته رابولي او هم د ملي ګټو لپاره کار کوي. او همدا د ژورنالېزم مهم اصل دی چې رسنۍ يې باید په همدې چوکاټ کې مراعت کړي، خو بدبختانه ځینې بیا د ملي وحدت پر ځای د نفاق اور ته پکی وهي او سمتي او قومي تعصباتو ته لمن وهل کېږي.

۲: د اخلاقي فساد مخنيوى

اسلامي رسنۍ په دې هڅه کې دي، چې په ټولنه کې اسلامي او ټولنیز اخلاق خپاره کړي او د بدو اخلاقو مخنیوي کې برخه واخلي او دا تر ټولو ستره دنده ده چې رسنۍ یی پرمخ بیایي. همدارنګه د کورنیو مشران دې ته وهڅوي تر څو د خپلو اولادونو په اصلاح او سالمه روزنه کې مهم رول ولوبوي او هغوی خپلو مسؤوليتونو ته متوجه کړي.

۳: د حق او باطل ترمنځ فرق کول

د اسلامي رسنيو يوه بله موخه او هدف د ظالم څخه د مظلوم د حق غوښتل، خلکو ته د رښتينو معلوماتو وړاندې کول دي او همدارنګه د خلکو په منځ کې د ژوندانه د ټولو چارو په تړاو د عدل او انصاف د پلي کولو لپاره هڅه د اسلامي رسنیو له مهمو اهدافو څخه دي، په دې برخه کې هم ډېر کار ته اړتیا شته؛ که څه هم دلته د بیان د آزادۍ خبرې ډېرې کېږي اما بیا هم د ادارې او نظام د مشکلاتو څخه یو دادی چې دلته تر اوسه هم زور حاکم دی او د باطل پلویان نسبت د حق پلویانو ته ډېر دي او په داسې ټولنه کې کار کول هم ډېرې ستونزې لري.

۴: د لويديځ د کلتوري یرغل مخنیوی

د اسلامي رسنیو له شرعي اهدافو څخه يو هم د غربي استعمارګرو او ښکېلاکګرو له لوري پر اسلامي هېوادونو د فرهنګي يرغل مخنيوى دی.

بهرنیان غواړي چې خپل غربي فرهنګ په اسلامي ټولنو کې د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې وکاروي او په دې ډول، په اسلامي هېوادونو کې هغه غربي فرهنګ دود کړي چې تر ډېره بریده له اسلامي احکامو او وطني ارزښتونو سره سر نه لګوي. بهرنیان او لویدیځ وال په اسلامي هېوادو کې د خپل کلتور او فرهنګ د دودولو په موخه تر ډېره بریده له رسنیو کار اخلي او ځینې مخصوصې مجلې، اخبارونه، ټلوېزيونونه او د راډيو چينلونه دي چې د لویدیز والو د اهدافو پلې کولو لپاره کار کوي تر څو اسلامي ټولنې فاسدې کړي، نو ددې په مقابل کې د اسلامي رسنیو دنده او وظيفه داده،تر څو د لویدیز والو د فکري او فرهنګي یرغل په وړاندې په ولسونو کې وېښتیا را منځ ته کړي، د لویدیز والو توطیې بر بنډې کړي او په مقابل کې یې داسې اسلامي او وطني خپرونې جوړې او خپرې کړي، چې ددغو مبتذلو خپرونو ښه بدیل و ګڼل شي.

۵: د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ فضا جوړول

د اسلامي رسنیو بل هدف دا دى، چې د مسلمانانو تر منځ ورورولي را منځه ته شي او همدارنګه تعصبات له منځه لاړشي، په دې هکله هم دین او وطن ته ژمنو رسنیو په هېواد کې د وروولۍ فضا د را منځ ته کېدو لپاره کار کړی دی او اوس هم د خپلې ژمنې سره سره په کار لګیا دي. په داسې حال کې چې ډېرې پردۍ رسنۍ دا کوښښ هم کوي چې د بې اتفاقۍ تخم دلته وشیندي او د نورو برنامې عملي کړي، خو چې ددې مخه هم تر ډېره نیول شوې ده.

۶: د الله –جل جلاله- د دین لوري ته بلنه

د اسلامي رسنۍ رسالت او وجیبه دا ده چې د خلکو په منځ کې د الله تعالی د دین لورته بلنه عامه کړي، د دیني ارزښتونو د ساتنې او پالنې په اړه مثبت ذهنیت رامنځته کړي تر څو د امت ځوانان په ذهني لحاظ د دین د ارزښتونو په اهمیت خبر او د ساتلو لپاره يې لارې چارې وسنجوي. الحمد لله زمونږ په ملک کې په شمېر کمو اسلامي رسنیو دا دنده هم تر یوه حده ښه سرته رسولې او نن ګورو چې ډېری خلک د اسلامي ارزښتونو په اهمیت پوه دي او هغو ته پاملرنه یې د ژوند لومړیتوب ګرځولی او دا یو مثبته اغېزه ده.

په تېرو دوه لسیزو کې د اسلامي رسنیو ونډه:

متأسفانه په افغانستان د اسلامي رسنیو کار له هغه وخت نه سم پیل نشو چې کله دلته د بهرنیانو په مرسته د رسنیو بازار ګرم شو، په لومړي سر کې دلته بله ستونزه دا وه چې هر اسلامي کار او هرې اسلامي رسنۍ ته د طالبانو او القاعدې په سترګه کتل کېدل، له همدې امله هم چا ډېر زړه نشو ښه کولای چې دلته دې د یوې اسلامي رسنۍ بنسټ کېږدي.

 خو د الله په فضل، په کرار کرار دا مسایل حل شول تر دې چې په کابل ښار کې د اصلاح غږ تر نامه لاندې لومړنۍ راډیویي اسلامي خپرونې پیل شوې، څه موده وروسته بیا د تمدن او دعوت راډیو او ټلویزیون خپرونې پیل شوې او بیا د عالم په نامه راډیو خپل نشرات پیل کړل، دې کار د کابل پر رسنیزه فضا داسې تأثیر وکړ چې د خلکو د دلچسپۍ له امله نورو رسنیو هم د اسلامي برنامو خواته مخه وکړه او نن ګورو چې په ډېرو رسنیو کې اسلامي او دیني خپرونې موجودې دي او خلک ترېنه استفاده کوي، اما ددې سره سره باید ووایو چې متأسفانه مونږ تر اوسه هم پیاوړې اسلامي رسنۍ نه لرو، ممکن مونږ دلته یوازې د همدې څو رسنیو په کړونو خبرې وکړو:

په کابل ښار کې اسلامي ټلویزیونونه او راډیو ګانې:

نور ټلویزیون:

نور تلویزیون؛ په ۱۳۸۶ لمریز کال د صلاح الدین رباني لخوا چې د مرحوم استاذ برهان الدین رباني زوی دی جوړ شو، دا ټلویزیون ۲۴ ساعته نشرات لري چې په کابل، بلخ، ھرات، ننگرھار، قندھار، کندز او بامیان کې لیدل کېږي نور ټلویزیون؛ د صاحب امتیاز له لوري تمویلېږي. دوی وایي چې مونږ لومړنی اسلامي سني ټلویزیون یو چې د اسلام د مبین دین د اصولو پربنا او د اهل سنت والجماعت د منهج مطابق خپرونې لرو موقعیت يې کابل ښار کې دی.

تمدن ټلویزیون:

تمدن ټلویزیون؛ د پخواني جهادي او اوسني روحاني مشر مرحوم آیت الله محمد آصف محسني لخوا په ۱۳۸۷ کال کې جوړ شوی دی، دا ټلویزیون هم ۲۴ ساعته خپرونې لري د افغانستان په شمول په آسیا، شمالي افریقا او جنوبي استرلیا کې هم لیدل کېږي دا ټلویزیون د مؤسس او سوداګرو له لوري تمویل کېږی دا یوه دیني او اسلامي رسنۍ ده چې ډېر فقهي مسایل یې د اهل تشیع د فقهې پر بنا دي، همدارنګه د دیني او اسلامي خپرونو ترڅنګ سیاسي برنامې هم لري.

دعوت ټلویزیون:

دعوت ټلویزیون؛ د جهادي رهبر استاذ عبدالرب رسول سیاف له خوا په ١٣۸٩ کال کې جوړ شوی، دا ټلویزیون شپږ ساعته نشرات لري چې د سهار له ۶ بجو د غرمې تر ۱۱او ۳۰ دقیقو پورې په یوه پړاو کې او بیا د مازیګر له ۵ او۳۰ پیل تر ۱۱ بجو د شپې په بل پړاو کې دوام لري، د پوښښ ساحه یې د کابل ښار دی .تمویل یې د مؤسس له خوا ترسره کېږي دا هم یو اسلامي او دیني ټلویزیون دی. دې ټلویزیون کې موسیقي نه خپرېږي پرځای يې جهادي او اسلامي ترانې نشرته سپارل کېږی.

اصلاح غږ راډیو:

د اصلاح غږ راډیو fm 104,3 یوه اسلامي او دیني راډیو ده چې د هېواد په مرکز کابل، بلخ، کندز او په ختیځ کې خپرونې لري. دا راډیو د جمعیت اصلاح افغانستان له خوا په ۱۳۸۷ لمریز کال کې په کابل کې فعاله شوه ۱۶ ساعته نشرات لري چې د سهار له پنځو د شپې تر لسو بجو خپریږي تمویل یې د مؤسس او د اهل خیر او سوداګرو له خوا ترسره کېږي پوښښ ساحه یې کابل او د کابل څلور اړخونو ته تر ۵۰ کلیو متره پورې شاوخوا سیمې دي.

عالم راډیو :

عالم راډیو په ١٣۸۹ لمریز کال کې د هغه وخت د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ معین ښاغلي ايمل مرجان لخوا جوړه شوه، دا راډیو چې اسلامي خپرونې خپروي په ورځ کې ۱۸ ساعته نشرات لري او پوښښ ساحه یې د کابل په شمول کاپیسا، پروان، میدان وردګ او د لوګر ځینې سیمې دي د عالم راډیو مصارف د مؤسس له لوري او د اعلاناتو له درکه ترسره کېږې او ټولې خپرونې یې اسلامي او دیني دي.

دعوت راډیو:

دعوت راډیو د دعوت ټلویزیون مربوط ده او ډېرې خپرونې یې له ټلویزیوني چینل څخه اخیستل کېږي او د ټلویزیون سره همهاله پیل شوې ده د پوښښ ساحه یې هم د کابل ښار شا او خوا سیمې دي.

وړاندیزونه:

  • داچې د افغانستان نهه نوي سلنه وګړي مسلمانان دي، نو د افغانسان اسلامي جمهوریت دې د اسلامي راډیو ګانو په رشد کې کوټلي ګامونه واخلي.
  • د افغانستان اسلامي جمهوریت دې د ټولو اسلامي رسنیو د جوازونو مصارف او مالیه معاف کړي او په وړیا ډول دې هرڅه دوی ته په واک کې ورکړي.
  • د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې په ټولو رسنیو باندې ۵۰ سلنه نشرات اسلامي کړي دا په دې خاطر چې ددې ملک نهه نوي سلنه وګړي مسلمانان دي.
  • د اسلامي رسنیو ترمنځ دې باید پخې خپل منځي اړیکې او ګډه همغږي ایجاد شي تر څو د افکارو او خپرندویه موادو په راکړه ورکړه کې یې آسانتیا رامنځ ته شي او په دې توګه خلکو ته د اسلامي دین پیغام په مؤثره او اغېزناکه بڼه ورسېږي.

پایله:

باید صادقانه اعتراف وکړو چې مونږ په تېرو دوو لسیزو کې داسې ملي او اسلامي رسنۍ چې واقعا زمونږ د هېواد حالاتو او اړتیاو ته په کتو د خپلو تولیداتو څخه داسې برنامې وړاندې کړي چې ولس مو یو موټی او متحد وګرځوي، ولس ته سم پوهاوی ورکړي، د خلکو ترمنځ یوالی راولي، د ملي فرهنګ لپاره ګټور ګامونه واخلي او په ټولنه کې اسلامي اخلاق او اسلامي ارزښتونه خپاره کړي، نفرتونه او دښمنۍ له منځه یوسي او د ولس دردونو ته دوا شي، نه لرو او په دې موده کې بدبختانه دا کار نه دی شوی. په داسې حال کې چې په تېرو دوو لسیزو کې زمونږ په هېواد کې اکثره رسنۍ د پردیو له خوا تمویلېږي او د ټولنې د دینې ارزښتونو د ساتنې پر ځای یې متأسفانه له اسلامي اصولو او اسلامي ارزښتونو سره دښمني کړې ده، ددې سره سره اسلامي رسنیو هم تر یوه بریده خپل مسؤولیت ادا‌ء کړی او که دا هم نه وای ممکن حالت تر دې هم بدتر شوی وای او نن چې په هېواد کې کوم اسلامي فعالیتونه او د ملي هویت ننداره تر نظره راځي هغه هم یوازې د همدې اسلامي رسنیو د کار او هڅو پایله ګڼل کېدای شي.

مأخذونه:

۱- درآمدی برعلم دعوت د. محمد ابو الفتح البیانونی.

۲- المدخل الی الاعلام الاسلامي ـــ عبدالعزیز شرف.

۳- النظرة الاسلامية للاعلام ـــ محمد کمال امام.

۴- ګڼ شمېر مختلف وبسایټونه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس