معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / په تهران کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته؛ بحثونه او پایلې!

په تهران کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته؛ بحثونه او پایلې!

د روانې اونۍ په سر کې د جوزا په ۱۹مه او د جون په اتمه، د ایران په پلازمېنه تهران کې د څو سیمه ییزو هېوادونو ځانګړي استازيو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې. پدې ناسته کې چې د افغانستان په اړه د تماس د سیمه‌ ییزې ډلې دویمه غونډه وبلل شوه د افغانستان لپاره د ایران، چین، روسیې او پاکستان ځانګړي استازيو برخه درلوده چې د رسنیزو راپورونو پر بنسټ، دغه ناستې ته د افغانستان د اوسني حکومت د استازي له وربلل کېدو سره سره، د یو لړ وجوهاتو له امله دغه استازي پکې ګډون نه و کړی.

د تهران پدې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي آصف علي دراني او همدا راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د خپلو هېوادو په استازیتوب ګډون کړی وو او په بحثونو کې یې ونډه درلوده.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي کاظمي قمي چې د یادې ناستې کوربه ؤ، په خپلو خبرو کې د دې ټکي په یادولو سره چې په افغانستان کې د بحران او کړکیچ کچه ډېره لوړه ده او دې ټکي ته یې هم اشاره وکړه چې د ده په خبره په افغانستان کې د ځیني بدلونونو د راتللو لپاره د دوی څرګندونې باید د افغانستان په چارو کې مداخله و نه ګڼل شي، ځکه په خبره یې دوی د خیر غوښتنې د روحیې له مخې دا خبرې کوي او دا یې هم وویل چې د تهران په دغه ناسته کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتو سازمان له اړخه، په دوحه کې پر جوړیدونکې غونډه باندې هم بحث وشو.

اوس د دې څېړنه او ارزونه چې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادو د رسمي مقاماتو او ډیپلوماتیکو استازو څرګندونې د ښاغلي کاظمي قمي په خبره د افغانستان په چارو کې د دوی له اړخه د مداخلې هڅه ده یا نه؟ ځان ته بحث دی خو باید هېر نه کړو چې تېر ته په کتو، یو شمېر شنونکي او سیاست مداران ورته د شک په سترګه ګوري.

بل خوا لکه چې ګورو پدې ورځو کې د افغانستان لپاره د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو هم خبرې او بحثونه ګرم روان دي او د رسنیو د راپورونو تر مخه په تهران کې د افغانستان د تماس ډلې په دغه وروستۍ ناسته کې هم د قطر د یادې ناستې په تړاو خبرې وشوې چې لا هم د دې کرښو تر لیکلو پورې په دغه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اوسني حکومت د ګډون یا نه ګډون برخلیک روښانه ندی.

همدارنګه په همدغه شپو ورځو کې چې په تهران کې د افغانستان د تماس ډلې یاد کنفرانس روان ؤ، د چین پلازمینې ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر هم ترسره شو چې هم د سفر په دوران کې د بحثونو او مذاکراتو په ترڅ کې او هم د دواړو لوریو په وروستۍ رسمي اعلامیه کې د افغانستان په تړاو خبرې شوې دي او دلته هم بیا په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړښت ټینګار شوی دی.

اوس دې ټولو ته په کتو او دې ته په پاملرنې سره چې د تهران په وروستۍ سیمه ییزه ناسته کې د افغانستان د حکومت استازي ته د ګډون بلنه ورکړل شوې خو ګډون یې ندی کړی او د دوحې په نړیواله ناسته کې هم لا د افغان حکومت د ګډون یا نه ګډون حال ندی معلوم، ویلای شو چې په افغانستان کې د حاکم او ځواکمن حکومت د استازو له ګډون پرته به د دا ډول ناستو او غونډو څخه هغه مطلوبه نتیجه ترلاسه نشي چې په کار ده.

له همدې امله ده چې باید نړیوال سازمانونه او زمونږ ګاونډي هېوادونه دې ته پاملرنه وکړي او د پخوا په څېر هڅه ونکړي چې د یوه لوري د په پام کې نه نیولو یا د یوه قوي لورې د حذفولو له لارې د افغانستان ستونزو او کړکیچونو ته د پای ټکی کېږدي چې د تېرو تجربو له مخې به پدې کار لازمه نتیجه مرتبه نشي.

د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو ملکونو په تېره بیا ایران او پاکستان مداخلې او لاسوهنې او د خپلې خوښې او غوښتنې مطابق د دې هېواد د حالاتو او په اړه یې د ترسره شویو یا ترسره کېدونکو ناستو او غونډو د پرېکړو را ګرځونه، که څه هم د افغانستان د ګاونډیانو تل پاتې عادت دی، خو تر څنګ یې باید دې ته هم پام وشي چې د تېرو ترخو تجربو په پام کې نیولو سره د زور سیاست او یا د یوه لوري د نظریاتو په پام کې نه نیول دلته روان د کلونو کلونو کړکیچ ته د پای ټکی نشي اېښودلای او باید د تفاهم او ګډ کار له لارې ستونزې را کمې او کړکیچ پای ته ورسول شي، دا هغه څرګنده موضوع ده چې په نژدې تاریخ کې څو ځلې ثابته شوې او د افغانستان وګړي یې بیا تکرار نه غواړي.  والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس