معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په ایران کې افغان کډوال؛ ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د اړوند وزارت یو پلاوی دغه هېواد ته ورځي

په ایران کې افغان کډوال؛ ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د اړوند وزارت یو پلاوی دغه هېواد ته ورځي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (غبرګولي ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) په ایران کې د مېشت افغان کډوالو پر ستونزو له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره د افغانستان د کډوالو چارو وزارت یو پلاوی ورځي.
د دغه پلاوي مشري د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني کوي او هلته به د افغان کډوالو او د دوو هېوادونو پر اړیکو له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور راپور ورکړی، چې په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي له خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې ویلي، چې په وروستیو کې ایران ته ډېر شمېر افغان کډوال ورغلي او پکار ده چې پر دې مسله دواړه خواوې همغږي وکړي.
داسې مهال ایران ته د افغان پلاوي د سفر خبر ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کېږي.
د راپورونو له مخې، له څو اوونیو راهیسې یوازې د نیمروز له لارې د ورځې تر ۳ زره پورې افغان پناه غوښتونکي په زور افغانستان ته ستنوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس