معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په افغانستان کې مالي بحران؛ نړیوال اقتصادي فشارونه به بدې پایلې ولري

په افغانستان کې مالي بحران؛ نړیوال اقتصادي فشارونه به بدې پایلې ولري

افغان حکومت وایي نړیوال دې خپل اقتصادي فشارونه ژر تر ژره ختم کړي.

ګهځ: نن د یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) د اسلامي امارت لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره وړاندیز شوی دایمی استازی او د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې اروپايي رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې د بندیزونو د دوام په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړی دی.

شاهین ویلي که په دې نازکو شرایطو کې د نړۍ اقتصادي فشارونه دوام وکړي کولی شي په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل وګرځي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړیوالو د فشارونو له امله رامنځ ته شوی چې، دا مسئله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي او خلک به د اقتصادي ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شي.

شاهین پر نړیوالو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.

د شاهین په وینا، تر څو دا کار له نړیوالو سره د ښو اړیکو رامنځته کېدو ته لار هواره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس