معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په افغانستان کې روان وضعیت؛ ناټو او پاکستان پرې خبرې کړې دي

په افغانستان کې روان وضعیت؛ ناټو او پاکستان پرې خبرې کړې دي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د شمالي اتلانتیک تړونه یا ناټو او ګاونډي هېواد پاکستان په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي دي او پر روان وضعیت یې خبرې ور سره کړي.
قریشي ویلي چې افغانستان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د ناټو غړي هېوادونه باید په دې برخه کې مرسته وکړي.
د ناټو عمومي منشي هم ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دي او په دې برخه کې یې د پاکستان هڅې هم د ستاینې وړ بللې دي.
ینس سټولټنبرګ دغه راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره به بشري مرستې ادامه ولري او په دې برخه کې د ناټو د غړو هېوادونو ژمنې پر خپل ځای دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس