معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت وايي، له پکتیکا ولایت پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین له کومې ستونزې پرته ښه مخ ته لاړ.
په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله دغه کمپاین هلته نه تطبیقېږي.

دا خبره د دې وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن کړې او ویلي یې دي: “له ټولو ولایتونو چې موږ نن احوال واخیست، د خدای په فضل کمپاین د پلان مطابق په نورمال شکل پرمخ لاړ. دغه کمپاین له پکتیکا پرته په ټول افغانستان کې شروع شوی دی.”
دا کمپاین پرون پیل او د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې دوام کوي.
د روغتیا وزارت چارواکي هیله ښیي، چې د پولیو د واکسین په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره نږدې لس میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد واکسین شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس