معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې پیلېږي

په افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې پیلېږي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) د افغانستان د کانو او پټرولېم وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د دې وزارت سرپرست ملا شهاب الدین دلاور پرون د ټاپي پروژې له مشر محمد مراد امانوف سره کتلي.
په مطلب کې راغي، چې د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه لیک په پلي کېدو او د نل لیکې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک په اړه د ټاپي پروژې له مشر سره خبرې کړي.
د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې اوس په افغانستان کې امنیت شته او دوی غوښتنه کوي چې د ټاپي پروژې عملي کارونه ژر پیل شي.
یاد وزارت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړنیو چارو د پيل کره نېټه نه ده ښودلې خو یاد وزارت د ټاپي پروژې د مشر ښاغلي مراد امانوف له قوله لیکلي دي چې خپلو مالي سرچینو ته په کتو به دوی په افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې پيل کړي.
ـــــــــــــــــــــ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس