معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په افغانستان کې د خوارځواکۍ لمن په پراخېدو ده

په افغانستان کې د خوارځواکۍ لمن په پراخېدو ده

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
دغه سازمان پرون په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین په پراخېدو سره هره ورځ د کابل د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د ماشومانو د حاد خوارځواکۍ ۸ پېښې ثبتېږي.
یونېسف د روغتون د ډاکټرانو په حواله ویلي چې دوی په خپلو پیسو د ناروغانو لپاره درمل اخلي.
تر دې مخکې دغه سازمان ویلي و چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۲ میلیونه ماشومان په حاد خوارځواکۍ اخته شي چې له دې ډلې یو ملیون یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس