معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ پنټاګون یې وروستۍ میاشتې ارزوي

په افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ پنټاګون یې وروستۍ میاشتې ارزوي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) راپورونه وايي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي.
د امریکا د دفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت یو بې پلوه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د وتلو بهیر تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي.
سرچینه کاږي چې د دوی ارزونه به تر ډېره د وتلو بهیر په تړاو د تر سره شوي ماموریت پر څرنګوالي ورټوله وي. د امریکا پر دفاع وزارت سختې نیوکې دي چې په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې ماموریت خورا کمزوری او د پوښتنې وړ و.
د امریکا د کانګریس غړو هم په وروستیو کې د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي.
د دوی په وینا په دې ماموریت کې پړه امریکایي چارواکي به هرومرو خپله سزا وویني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس