معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي برید؛ خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې

پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي برید؛ خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۷مه او د اپرېل ۱۶مه نېټه ده) په خوست او کونړ کې د پاکستان جیټ الوتکو بریدونه کړي چې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
دا خبره یو شمېر رسنیو د ځايي خلکو له خولې کړې.
په راپور کې راغلي، چې د خوست په سپېرې ولسوالۍ په وزیرستاني کلي کې د پاکستان جیټ الوتکې د برید پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز دغه پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي چې، پاکستاني الوتکو د وزیرستاني کډ‌والو څلور کلي بمبار کړي دي.
ګربز په دغه پېښه کې ځايي خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبره مني، خو د کره شمېر په اړه يې څه و نه ويل.
تېره شپه د کونړ په شلتن ولسوالۍ هم د پاکستان له خوا هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې ۵ ماشومان او یوه ښځه وژل شوې ده.
د دولت رسمي سرچینو تر دا مهاله د کونړ د برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستاني لوري تر اوسه د دغو خبرونو په اړه څه نه دي ویلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس