معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پر خوست او کونړ د پاکستاني پوځیانو بریدونه؛ م.م کې د افغانستان استازولۍ وايي دا یې پر ځمکنۍ بشپړتیا بربنډ تېری دی

پر خوست او کونړ د پاکستاني پوځیانو بریدونه؛ م.م کې د افغانستان استازولۍ وايي دا یې پر ځمکنۍ بشپړتیا بربنډ تېری دی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۲۸مه او د اپرېل ۱۷مه نېټه ده) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي.
دغې استازولۍ تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په قلمرو کې دننه د پاکستان هوايي بریدونه د دغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.
وړمه شپه د پاکستان پوله ساتو پوځیانو پر خوست او کونړ هوايي او توپچي بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۳۰ پورته ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
دغو بریدونو کې هغه وزیریستانۍ کورنۍ په نښه شوې چې خپلې سیمې یې د ناامنیو او د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله پرېښې دي.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دغو بریدونو ته غبرګون کې ويلي “پر پاکستاني لوري غږ کوو چې په داسې مسایلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمايي او بیا ورته تېروتنه تکرار نه کړي، کنه بدې پایلې به ولري.”
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر ور غوښتی او د دغو بریدونو د غندلو تر څنګ یې هغه ته اعتراض لیک ور وسپاره څو خپلو چارواکو ته یې ورسوي.
د معلوماتو له مخې د پاکستان له سفیر منصوراحمدخان سره په ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کونړ او خوست کې شوي بریدونه وغندل.
ښاغلي متقي وويل: «د خوست او کنړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هېوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي».
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر راپورونو اندېښنه وښوده.
یوناما لیکلي، چې ملکیان باید هېڅکله په نښه نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس