معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پر اقصی جومات د اسراییلي یرغلګرو برید؛ افغان حکومت وايي اسلامي هېوادونه دې عملي ګام پورته

پر اقصی جومات د اسراییلي یرغلګرو برید؛ افغان حکومت وايي اسلامي هېوادونه دې عملي ګام پورته

ګهیځ نیوز: نن شبنه (د وري ۲۷مه او د اپرېل ۱۶مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت په اقصی جومات کې د اسرایلو له لوري په ملکي وګړو ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندي.
بلخي دغه راز په نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د فلسطیانیانو د انساني حقونو د ساتنې او د اسراییلو د ظلمونو د مخنیوي لپاره باید عملي ګام پورته کړي.
تېره ورځ د اسراییلو له لوري په مسجدالاقصی کې پر لمونځ کوونکو برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۵۳ تنه ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان وایي اسراییلي ځواکونو د فلسطینیانو پر وړاندې د رابړي مرمیو او د غږیز لاسي بمونو څخه استفاده کوله او فلسطینیانو پر دغو ځواکونو تیږې ورولې.
د فلسطین سرې میاشتې ویلي چې ۱۵۳ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په لسګونو نور د پیښې په ځای کې تداوي شوي.
د فلسطین د زندانیانو ټولنې ویلي چې د دغې پیښې په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۰۰ تنه اسراییلي ځواکونو نیولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس