معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پخوانی ولسمشر کرزی؛ وايي پر دایمي سولې بحث ته اړتیا ده

پخوانی ولسمشر کرزی؛ وايي پر دایمي سولې بحث ته اړتیا ده

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي.
د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هېواد او سیمې پر روانو حالاتو د نظر د تبادلې سربېره د افغانستان او ترکیې د تاریخي او دوستانه اړیکو او همکاریو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو‌ اترو پر اړیتا ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس