معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته کارټونه ورکړي

پاکستان ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته کارټونه ورکړي

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۱۹مه) د پاکستان حکومت وايي چې دوی د شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانانو د تثبیت چارې پيل کړې وي او د دوی معلومات یې نوي کړي دي.
د سرچینې په خبره د کډوالو د تثبیت په لړ کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته نوي کارټونه وېشلي‎ دي.
بلخوا د کډوالو نړیوالې ادارې هم ویلي چې له پاکستان سره یې په دې چاره کې مرسته کړې ده، څو په افغان کډوال وکولی شي د ژوند اسانتیاوو ته په اسانۍ لاسرسی ولري.
د سرچینې په خبره دا ځيرک کارټونه دي چې د افغان کډوالو ځای ځایګی ښيي او نړیوالې مرستندویه موسسې به وکړی شي چې پر وخت له دغه کسانو سره د روغتیايي او نورو اړینو توکو مرسته وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس