معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پاکستان وايي نوي ورغلي افغانان د کډوالو په توګه نه مني

پاکستان وايي نوي ورغلي افغانان د کډوالو په توګه نه مني

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوايي یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) پاکستاني چارواکي وایي، هغه افغانان د کډوالو په توګه نه مني چې افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته دغه هیواد ته په ویزه راغلي او بېلابېلو ښارونو کې استوګن دي.
د چارواکو په وینا، دغه افغانان چې شمیر یې څه باندې ۱۰۰ زرو ته رسیږي، په هوټلونو او کرایه کورونو کې ژوند کوي، غواړي د پاکستان څخه نورو هیوادونو ته ولاړ شي خو، په اسلام اباد کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه د هغوی اسناد په ځنډ سره طی مراحل کوي.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان امریکا غږ ته ویلي، چې دا سفارت اوس وخت هره ورځ ۷۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰ پورې ویزې افغانانو ته وکوي.
احمدخان زیاته کړې، ډیری دا افغانان پاکستان ته د درملنې او کاروبار لپاره ځي او هغه کسان هم پکې شامل دي چې امریکا، کاناډا او اروپایي هیوادونو سفارتونو ته د ویزو اخیستو په خاطر د مرکو لپاره ځي.
دده په خبره، پاکستان دا ویزې افغانانو ته د بشري اندیښنو په خاطر ورکوي خو د ګډوالو په توګه به یې ونه مني.
دی وایي،« که افغانان غواړي چې د کډوالو په توګه ومنل شي دا نشي کیدای او نه یې مونږ اجازه ورکوو. مونږ به ساده توګه نغواړو چې د کډوالو شمیر زیات کړو».
د پاکستان چارواکو دا هم ویلي، چې په دې هیواد کې لږ تر لږه ۳ میلیونه افغانان له پخوا میشت دي چې یو شمیر یې قانوني اسناد هم نه لري او نورو کډوالو ته د ځای ورکولو ګنجایش نشته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس