معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان وايي د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته صادارت ډېر شوي

پاکستان وايي د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته صادارت ډېر شوي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) پاکستاني حکومت څرګنده کړې چې د افغانستان له لارې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادارتو کې ډېروالی راغلی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي‌ چې له افغاستان سره تر ځینو اقتصادي‌ هوکړه لیکونو وروسته یې د دغه هېواد له لارې منځنۍ اسیا ته په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د پاکستان وزارت دغه راز وایي چې افغانستان ته یې صادرات کم شوي دي‌ خو برعکس له دغه هېواده یې واردات تر پخوا ډېر شوي دي.
د پاکستاني حکومت په خبره دوی تېر کال د ۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له افغانستان واردات ترسره کړي‌ وو،‌ چې اوس دا شمېره ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
پاکستان همدا راز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ۲۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي‌ دي‌ چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښيي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس