معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان: نشي کولی چې تر نړیوالو مخکې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني

پاکستان: نشي کولی چې تر نړیوالو مخکې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان وایي د دوی لخوا د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په یوازې ځان د طالبانو لخوا د اسلامي امارت نوی رامنځ ته شوی حکومت تر هغه وخته په رسمیت نه شي پېژندلی، چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې.
منصور احمد خان ویلي، ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه سره را ټول شي او په دغه هېواد کې د نوي حکومت پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.
نوموړي زیاته کړې د نړیوالې ټولنې تر پرېکړې وروسته به پاکستان هم خپل دریځ اعلان کړي.
پاکستاني لوري روښانه کړې، تر هغه به دا چاره ناشونې وي تر څو چې اسلامي امارت بشري حقونه په پام کې و نه ساتي، نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو ته لاړې نه شي او د نړیوالې ټولنې شرایط پوره نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس