ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر سردار احمد خان شکیب د پاکستان د رېل پټلۍ له محمداعظم خان سواتي سره لیدلي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې، په دې لیدنه کې د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د چمن او بولدک ترمنځ د رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه هم خبرې شوي.
سواتي ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د یادې پټلۍ چارې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې پای ته ورسوي.
افغان سفیر ویلي، چې اسلامي امارت د رېل پټلۍ اړوند پروژو د چټک پرمخ بیولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او وايي چې دا موضوع به د حکومت له مشرانو سره شریکه کړي.
د احمد خان شکیب په وینا اسلامي امارت هڅه کوي چې دواړه هېوادونه درېل پټلۍ له لارې سره ونخلوي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2021/12/photo_2021-12-27_02-09-18-660x330.jpg)