معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو وارداتو کې د ډېرېدو لارښوونه کړې

پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو وارداتو کې د ډېرېدو لارښوونه کړې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د پاکستان حکومت د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه ناسته کړې ده.
د شهباز شریف دفتر پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د لېږد چارو د ښه کېدو پر څرنګوالي بحث وشو.‌
سرچینې زیاته کړې، “لومړي وزیر ته وویل شول چې په لومړي ګام کې له افغانستانه یوازې د ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) برېښنا فابریکو د اړتیا وړ سکرو په واردولو سره به، هر کال له وارداتي لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر وسپمول شي.”
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي هغه د اورګاډو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د برېښنا فابریکو ته له افغانستانه د وارېدېدونکو سکرو د ژر رسیدو ډاډمنتیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي.‌
شریف له افغانستانه د سکرو د وارداتو چټکېدو لپاره د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د ټولو اړوندو چارواکو د یوې کمېټې د جوړېدو لارښوونه هم کړ ې.
دا چې له نوي افغان حکومت سره د نړیوالو مرستو دروازه تړلې ده، نو ښکاري چې د ا.ا امارت هڅه کوي څو خپل لګښتونه او بودیجه تر ډېره د کانونو له سکتوره لاس ته راوړي.‌
د کانونو او پېټرولیم وزارت وايي د جوزا یا غبرګولي له ۲۶مې د چنګاښ تر لومړۍ نېټې یوازې یوه اوونۍ کې یې څه باندې ۴۲۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړې دي.‌
د یادونې وړ ده چې افغاني چارواکو د ډبرو سکرو پر صادراتو تعرفه هم له شل سلنې دېرش سلنې ته لوړه کړې ده.‌

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس