معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان سره انلاین غونډه؛ د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه خبرې شوي

پاکستان سره انلاین غونډه؛ د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه خبرې شوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتياو برابرولو انلاین غونډه وشوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله رسمي وېب پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزېر نورالدین عزیزي او پاکستاني سیال یې سید نوید قمر په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د راکړې، ورکړې د زیاتوالي خبرې کړې دي.

په خبر کې دا هم راغلي، چې داړو لورو په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې په داسې سوداګریزو اړیکو ټېنګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې په‌کې خوندي وي.

د یاد وزارت په وینا، د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په برخه کې خپل ګامونه ګړندي کوي، ترڅو کرنیز محصولات په خپل وخت سره مارکېټونو ته ولېږدول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس