معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغانستان زده کړو په برخه کې شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي

پاکستان د افغانستان زده کړو په برخه کې شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) د ترکيې اناتولیا خبري اژانس د ځینو پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په تحصیلي او تعلیمي برخه کې مرسته وکړي.
سرچینه کاږي چې دوی شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي، په کابل کې د علامه اقبال پوهنتون څانګه پرانیزي، افغان محصلینو ته بورسیې ورکوي او په افغانستان کې به د روغتیا پالانو او ښوونکو په روزنه لاس پورې کوي.
سرچینې ویلي چې دغه بسته ښايي په راتلونکو ورځو کې د عمران خان یا بهرنیو چارو وزیر له لوري اعلان شي. علامه اقبال په پاکستان کې تر ټولو ستر پوهنتون بلل کېږي چې په مستقیمه توګه د پاکستان د ولسمشر له لوري اداره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس