معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان: خبرې پای ته ورسېدې، TTP پر کرښه د اغزن تار ټولول غواړي

پاکستان: خبرې پای ته ورسېدې، TTP پر کرښه د اغزن تار ټولول غواړي

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د پاکستان د کورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد وایي چې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د حکومت خبرې ځکه بې پایلې پای ته ورسېدې چې هغوی پر ډیورنډ کرښه د لګېدلي اغزن تار د ټولولو او د خپلو ټولو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنې لري.
د یادونې ده چې پاکستاني حکومت څه موده وړاندې د افغان سرپرست حکومت په منځګړیتوب له ټي‌ټي‌پي سره وروسته تر هغه خبرې پیل کړې چې د یادې ډلې مشر له بند څخه تر خوشي کېدو وروسته وویل چې تر څو پورې یې په پاکستان کې اسلامي حکومت نه وي جوړ کړی خپلې وسله والې مبارزې ته به دوام ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس