معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستاني او عرب چارواکو پر افغانستان غږېدلي

پاکستاني او عرب چارواکو پر افغانستان غږېدلي

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف او د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر باجوه په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.
سعودي عربستان ویلي چې په سیمه کې د دایمي ثبات د راتګ او امنیت لپاره باید هڅې وشي او دوی په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي او پاکستاني لوري ویلي چې له سعودي عربستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس