معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پاسپورټ ریاست: د وري په ۱۶مه د پاسپورټونو وېش پیلوو

پاسپورټ ریاست: د وري په ۱۶مه د پاسپورټونو وېش پیلوو

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۹مه او د مارچ ۲۹مه نېټه ده) په راتلونکو څو ورځو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر په عادي توګه له سره پیلېږي.
د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند په یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روان کال د وري یا حمل میاشتې په ۱۶مه به په ټول هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي توګه پیل شي.
نوموړي ویلي، هېوادوال کولی شي په انلاین توګه د پاسپورټ د وېش غوښتنلیکونه ډک کړي او د تېر په څېر به دغه بهیر په عادي توګه او له ستونزو پرته مخ ته ځي.
په وروستیو کې په ټول هېواد کې د پاسپورتونو د منظم وېش له امله خلک شکایت کوي او پر حکومت غږ کوي چې دغه څانګه فعاله او فعالیتونه یې منظم کړي.
اوس افغان حکومت ژمنه کړې چې دغه بهیر به ډېر ژر په نورماله توګه پيل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس