معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ټي ټي پي د خپلو مشرانو په وژنه کې پاکستان دخیل بولي

ټي ټي پي د خپلو مشرانو په وژنه کې پاکستان دخیل بولي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۱۸مه د اګسټ ۹ نېټه ده) پاکستاني طالبان وايي، چې د مشرانو په وژنه کې یې پاکستاني استخبارات لاس لري.
د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستاني استخبارات د دوی د مشرانو په وژلو کې لاس لري او تر څنګ یې د غچ اخیستلو خبر هم ورکړی دی.

له دې سره جوخت په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو ځانمرګی برید هم شوی دی.

سرچینې وایي چې په دې پېښه کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو په خپله خبرپاڼه کې په څرګند ډول نه دي ویلي، چې کوم مشران یادوي خو تېره ورځ په پکتیکا کې د خالد خراساني په ګډون د ټي ټي پي د درې غړو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس