معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / وېسټ وايي ازبکستان ته یې وروستی سفر ګټور و

وېسټ وايي ازبکستان ته یې وروستی سفر ګټور و

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ازبکستان ته خپل وروستی دوه ورځنی سفر ګټور بللی.
توماس وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه څرګنده کړې، چې ازبکستان د افغانانو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي.
وېسټ وايي، د ازبکستان مشرتابه له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، بشري حقونو او ثبات په ګډو لومړیتوبونو کار کولو ته چمتو دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، په دې برخه کې به له ازبکستان سره د امریکا ملګرتیا دوامداره او پراخه شي.
د هغه په وینا، د ترمذ ښار یو مهم بشري مرکز دی او ازبکستان به په دې ټولو مساییلو سربېره افغانستان ته د برېښنا لیږل جاري ساتي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس