معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ویلادیمیر پوتین په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي

ویلادیمیر پوتین په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي.

ټاس خبري اژانس ویلي، چې پوتین به په دې سفر کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړي.

په راپور کې راغلي، چې پوتین به نن ازبکستان ته ولاړ شي.

دا واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته له روسیې بهر د پوتین درېیم سفر دی.

د خبر پر بنسټ، په نوې دوره کې د نوموړي لومړی سفر چین او بیا بلاروس ته و.

د روسیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې دواړه مشران به د سیمې د مسایلو په اړوند هم خبرې وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس